امریکا: افغان نوماندان دې د خپلې بریا په اړه وړاندوینې نکوي

الیس ویلز

د جنوبي اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې الیس ویلز وايي تمه لري، چې افغان ادارې د ولسمشریزو ټاکنو د خوندیتوب لکه د شکایتونو ارزول، د درغلیو مخنیوی او په شفاف ډول د پایلو د تنظیمولو په برخه کې اړین ګامونه پورته کړي.

د الیس ویلز دفتر پپه ټوېټر د هغې له قوله همدارنګه ویلي، چې یوازې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د پایلو د اعلانولو صلاحیت لري او زیاته کړې ده چې نوماندان او د هغوی پلویان باید پر خپل سر وړاندوینې ونکړي.

میرمن ویلز وویل د افغانستان خلک په دې برخه کې د شفافیت او حساب ورکولو مستحق دي.

تر دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هم ویلي وو چې د افغانستان د ټاکنو کمېسیون باید د رایو شفافیت خوندي او شکایتونه وڅېړي.

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د "ثبات او همپالنې" او محمد اشرف غني په مشرۍ د "دولت جوړونکي" ټېمونو په ټاکنو کې د بري ادعاوې کړي.

د افغانستان د ټاکنو کمېسیون تېره ورځ وویل، چې د دوی د معلوماتو له مخې په ټاکنو کې د هېواد په کچه تقریباً ۲میلیونه او ۵۶۰ زره کسانو ګډون کړی و.

د ټاکنو کمېسیون مسؤلینو نن چهارشنبه (اکتوبر ۲) په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې له ټولو ولسوالیو څخه مواد د ولایتونو مرکزونو انتقال شوي دي، چې وروسته به د د دې موادو لیږل کابل ته پیل شي.

دغه مسؤلینو همدارنګه وویل، چې د کابل په ګډون د دوو ولایتونو ټاکنیز مواد د ټاکنو خپلواک کمېسیون مرکزي دفتر ته اتقال شوي دي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون کمېشنر مولانا عبدالله یو ځل بیا د ټاکنو کمېسیون دریځ تکرار کړ، چې له بایومیټریک پرته نورې رایې نه حسابیږي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون هم تېره ورځ وویل، چې تر دا مهاله له ۲۶۰۰ زیات شکایتونه ثبت کړي، چې سر له نن چهارشنبې څخه یې ارزونه پيل شوې ده.

د ولسمشریزو ټاکنو څلورو ټېمونو ګلبدین حکمتیار، فرامرزتمنا او رحمت الله نبیل او عبدالله عبدالله ویلي، چې له بایومټریک پرته نورې رایې نه مني.