د لاس رسي وړ اتصالات

نبیل: درغلیو ته په کتو لومړی پړاو ټاکنې ګټوونکی نه لري


د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې د تېرې شنبې په ورځ تر سره شوې
د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې د تېرې شنبې په ورځ تر سره شوې

د امنیت او عدالت په نوم د ټاکنیز ټکټ کاندید رحمت الله نبیل وايي، تر سره شوو درغلیو ته په کتو د شنبې ورځې ولسمشریزې ټاکنې ګټونکی نه لري.

ښاغلي نبیل د سې شنبې په ورځ د «تلې پر۹مه» د ټاکنو له تر سره کېدو درې ورځې وروسته خبریالانو ته وویل، چې د ټاکنو کمېسیون باید له سره د شفافو ټاکنو تر سره کېدو ته چمتووالی ونیسي.

هغه وویل، چې د نوموړي د معلوماتو له مخې په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې له یونیم څخه بیا تر دوو میلیونو کسان ګډون کړی و، چې په خبره یې د خلکو د کمرنګې ونډې پړه د «ملي یووالي حکومت د مشرانو» پورې اړه لري.

نبیل وویل، هغه ټاکنیز ټکټونه چې په درغلیو د بریا ادعا کوي، د نوموړي په وینا یاد کسان افغانستان د کړکېچ پر لور بیايي.

د نوموړي په وینا په حکومت کې شاملو دوو ټاکنیزو ټېمونو له دولتي امکاناتو څخه په استفادې پراخه درغلي کړې ده.

هغه وویل:"هغه کسان چې درغلي یې کړې ده، نشي کولای افغانستان کړکېچ ته بوزي، د افغانستان خلک دا توان لري چې تفکک وکړي، چې کوم کسان یې له احساساتو څخه استفاده کوي، وروسته له دي دغه کسان کوښښ نه کوی،چې موږ ګټوونکي یو، پرېږدی، چې کمېسیون یو ځل نتایج یو ځای کړي او پرېکړه وکړي."

نبیل وویل، چې له بایومټریک پرته یوه رایه هم ورته د منلو وړ نه ده او هم یې ټینګار وکړ ،چې د ټاکنو کمېسیون باید خلکو ته وضاحت ورکړي چې د کومو اصولو له مخې د رای ورکوونکو له لېست څخه د خلکو نومونه ایستلي و.

نوموړي ټینګار وکړ، چې له کړکېچ څخه د افغانستان د وتلو یوازینۍ لار رڼې او شفافې ټاکنې دي.

نبیل زیاته کړه، چې د ټاکنو د پایلو اعلانول د ټاکنو کمېسیون مسؤلیت دی او پر خپل سر ځان بریالی اعلانول له قانون څخه سرغړونه ده.

که څه هم تر دا مهاله نورو ټاکنیزو ټېمونو د نبیل د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي، خو د «ثبات او همپالنۍ» او «دولت جوړونکي» ټاکنیزو ټېمونو په تېرو ټاکنو کې د بریالیتوب ادعا کړې ده.

د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې د تېرې شنبې په ورځ د «تلې پر شپږمه نېټه» تر سره شوې.

XS
SM
MD
LG