طالبان: ۲.۵ میلیونه بې ځایه شوي کسان خپلو اصلي سیمو ته انتقالوو

طالبان وايي خپلو اصلي سیمو ته د ۲.۵ میلیونو په کور دننه د بې ځایه شویو کسانو د ستنولو د بهیر په پیل کې به لومړی پنځه زره کورنۍ له کابل څخه خپلو سیمو ته واستول شي.

د طالبانو د حکومت د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت وايي خپلو اصلي سیمو ته یې د لسګونو زره په کور دننه د بې ځایه شویو کورنیو د ستنیدلو بهیر پیل کړی دی.

ددغه وزارت په کور دننه د بې ځایه شویو کورنیو د وضعیت د ارزونې رئیس سردار شیرزاد ویلي چې ټاکل شوې ددې بهیر په ترڅ کې به ۲.۵ میلیونه بې ځایه شوي کسان خپلو اصلي سیمو ته انتقال شي.

دغه وزارت د سه شنبې د ورځې ناوخته نومبر۱۲(لړم ۲۲) په یوه اعلامیه کې د شیرزاد له قوله ویلي: "هیله لرو... د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت وکولای شي ټول بې ځایه شوي کسان چې شمیر یې شاوخوا ۲.۵ میلیونو کسانو ته رسیږي خپلو اصلي سیمو ته انتقال کړي او دا کار ددغه وزارت په لومړیتوبونو کې ځای لري".

د طالبانو د چارواکو د معلوماتو له مخې ټاکل شوې چې د مرستې رسونې نړیوال سازمانونونه به د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت سره په دې برخه کې مرسته وکړي.

د دغه وزارت چارواکو هیله ښودلې چې د مرستې رسونې نړیوالې ادارې به ورسره بې ځایه شویو کورنیو ته د سرپناه او خوراکي توکو د چمتو کولو په برخه کې مرسته وکړي.

د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت ویلي چې دا بهیر د کابل په ولایت کې پیل شوی او ټاکل شوې ده چې ددغه بهیر په لومړي پړاو کې له ۵۰۰۰ څخه زیاتې کورنۍ له دغه ولایت څخه خپلو اصلي سیمو ته انتقال شي.

ددغه وزارت سرپرست خلیل الرحمان حقاني ویلي: "په لومړي قدم کې ۵۰۰۰ بې ځایه شوې کورنۍ د کابل له ښار څخه مختلفو ولایتونو کې خپلو اصلي سیمو ته به انتقال شي، چې اکثریت یې د کندز ولایت اوسیدونکي دي".

د راپورونو له مخې افغانستان کې جګړې، طبیعي پیښې، وچکالۍ، بې وزلي او لوږه، بیکاري او پر ښځو باندې محدودیتونه ددې سبب شوي چې په سلګونو زره کسان د خپلو اصلي سیمو پریښودلو ته اړ شي او نورو سیمو ته کډه وکړي.

د ملګرو ملتونو د مهاجرت د نړیوال سازمان د یو راپور له مخې په افغانستان کې په کور دننه د بې ځایه شویو کسانو شمیر له شپږو میلیونو څخه زیات دی، چې د ډیرو سختو شرایطو لاندې ژوند کوي.

ددغه سازمان د راپور پراساس افغانستان د کوردننه بې ځایه شویو کسانو د لوړ شمیر د لرلو له امله په نړۍ کې درېیم هیواد دی.

د ماشومانو د ساتنې ادارې (Save the Children) د روان ۲۰۲۴ کال د اګست د میاشتې په شپږم (زمري ۱۶) په یو راپور کې ویلي چې په افغانستان کې ددغه کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د بې ځایه شویو کسانو شمیر د تیرو ۱۲ میاشتو پرتله زیات وو.

ددغه راپور پراساس د اقلیم د بدلون څخه زیږیدلو سختو طبیعي پیښو له امله لږ ترلږه ۳۸ زره کسان د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې خپلو کورونو پریښودلو ته اړ شوي دي. ددغې ادارې شمیرنې ښيي چې ددغه راپور د خپریدو د نیټې څخه ۱۲ میاشتې دمخه موده کې په افغانستان کې د طبیعي پیښو له امله ۳۷ زره کسان بې ځایه شوي وو.

د ماشومانو د ساتنې د ادارې د معلوماتو پراساس په روان ۲۰۲۴ کال کې د بې ځایه شویو کسانو ۵۰ فیصده یې ماشومان دي.

دغې ادارې ویلي چې د ۲۰۲۳ په پای کې په افغانستان کې له ۷۴۷ زرو بې ځایه شویو ماشومانو د شتون له امله چې د اقلیم د بدلون څخه د زیږیدلو پیښو په ترڅ کې بې ځایه شوي دي په نړۍ کې تر ټولو لوی شمیر درلود.

د طالبانو حکومت خپلو اصلي سیمو ته په کوردننه د بې ځایه شویو کورنیو د ستنولو د بهیر اعلان په داسې حال کې کړی، چې ډیرې کورنۍ د بیلابیلو دلایلو له مخې په خپله خوښه خپلو اصلي سیمو ته ستنیدلو سره لیوالتیا نلري.

د روان ۲۰۲۴ کال د جون په میاشت کې د طالبانو د حکومت له خوا په کابل کې د کورنیو بې ځایه شویو کسانو په کمپ کې د اوسیدانې د کورونو د ړنګولو پر وړاندې د ناروې د کډوالو شورا اندیښنه ښودلې وه او ویلي وو، چې طالبان باید پرته له ځنډ څخه د بې ځایه شویو کسانو د کورونو ړنګول بند کړي

د ناروې د کډوالو شورا د جون څلورم (جوزا ۱۵) په یوه اعلامیه کې ویلي ووچې په کابل کې د کورنیو بې ځایه شویو د کمپ د ړنګیدو وروسته ۸۰۰ کورنیو زیان لیدلی او هغوی یو ځل بیا بې کوره شوي دي.

افغانستان کې د ناروې د کډوالو د شورا د دفتر رئیس نیل ترنر په دغه اعلامیه کې ویلي: "مونږ په ژوره توګه پایتخت کابل کې د یکشنبې په ورځ د شپږ زرو کورنیو بې ځایه شویو په جبري ډول له کمپ څخه په شړلو باندې ټکان خوړلی دی. د څو کورنیو سره چې په کابل کې زمونږ ټیمونو خبرې کړي، راپور یې ورکړی چې د چارواکو له خوا د هغوی د کورونو د ړنګیدو وروسته هغوی د تللو لپاره ځای نلره

افغانستان کې د ناروې د کډوالو د شورا د دفتر رئیس د وینا له مخې ترهغه پورې چې قانوني تدابیر او د کورونو چمتوکولو یو قانوني بهیر پیل شوی نه وي، طالبان باید بې ځایه شوې کورنۍ د موقتي اوسیدانې غیر رسمي ځایونو څخه و نه باسي او د هغوی د کورونو ړنګول دې بند کړي

د ناروې د کډوالو د شورا شمیرنې ښيي چې د تیر ۲۰۲۳ کال تر پایه ۴.۲ میلیونه افغانان د جګړو او تاوتریخوالي د اقداماتو او ۱.۵ میلیونه نور د طبیعي پیښو له امله په خپل هیواد کې خپلو مینو پریښودلو ته اړ شوي دي

ددې دمخه هم د طالبانو حکومت د تیر ۲۰۲۳ کال د جون او جولای په میاشتو کې په کابل کې د کورنیو بې ځایه شویو کورنیو دوه کمپونه نړولي وو. همداشان د طالبانو حکومت د ۲۰۲۲ د ډسمبر په میاشت کې د بادغیس په ولایت کې هم د کورنیو بې ځایه شویو کسانو یو کمپ تخریب کړی وو.

د ناروې د کډوالو د شورا موندنې ښيي چې کومې کورنۍ چې له دغو کمپونو څخه شړل شوي د معیشت د برابرولو او لومړنیو اړتیاو د پوره کولو په برخه کې د سختو شرایطو سره لاس او ګریوان دي.