د لاس رسي وړ اتصالات

د اقلیم بدلون د اغیزو له کبله زرګونه افغانان بې کوره شوي


 د ماشومانو د ساتنې ادارې د راپور پر اساس په روان کال کې له خپلو مینو د بې ځایه شویو افغانانو ۵۰ فیصده یې ماشومان دي.
د ماشومانو د ساتنې ادارې د راپور پر اساس په روان کال کې له خپلو مینو د بې ځایه شویو افغانانو ۵۰ فیصده یې ماشومان دي.

په افغانستان کې د ماشومانو د ساتنې ادارې (Save the Children) په خپل یو تازه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د اقلیم بدلون له کبله زرګونه افغانان بې ځایه شوي دي.

په راپور کې ویل شوي دي‌ چې د ۲۰۲۴ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې دومره کسان بې ځایه شوي چې تېر ټول کال نه وو شوي.

دا راپور د سه شنبې په ورځ اګست شپږم ( زمري ۱۶) خپور شو. په راپور کې ویل شوي دي د روان کال په شپږو میاشتو کې په افغانستان کې د اقلیم د بدلون د اغیزو له کبله ۳۸ زره کسان له خپلو کورونو او سیمو څخه بې ځایه شوي دي.

د ماشومانو د ساتنې د ادارې شمیرې ښيي چې د تیر ۲۰۲۳ کال په ۱۲ میاشتو کې په افغانستان کې د اقلیم د بدلون د پیښو څخه له ۳۷ زرو تنو څخه یو څه زیات کسان خپلو کورونو او سیمو پریښودلو ته اړ شوي وو.

په دې راپور کې ویل شوي دي چې د داخلي بې ځایه کیدو د څارنې مرکز د معلوماتو د ارزونې په اساس د "وچکالۍ، سختې تودوخې، سیلابونو، د ځمکې ښویدنې، واورې ښویدنې او طوفانونو له امله د تېر ټول کال په پرتله د روان کال په لومړۍ نیمایي کې د بې ځایه شویو" کسانو شمېر زیات و.

د ماشومانو د ساتنې ادارې د راپور پر اساس په روان کال کې له خپلو مینو د بې ځایه شویو افغانانو ۵۰ فیصده یې ماشومان دي.

دغې ادارې ویلي چې د ۲۰۲۳ کال په پاې کې په افغانستان کې د اقلیم د بدلون د اغیزو څخه ۷۴۷ زره ماشومان بې کوره شوي وو چې دا شمیر په نړۍ کې د اقلیم د اغیزو څخه د زیانمن شویو ماشومانو تر ټولو لوړ شمیر و.

ملګرو ملتونو ویلي چې په ۲۰۲۲ کال کې د کورونو څخه د افغانانو د بې ځایه کیدو اصلي دلیل وچکالي وه، چې د هرو اوو افغانانو څخه یو یې د اوږدې مودې لپاره بې ځایه شوی او افغانستان د اسیا په جنوب کې ترټولو ډېر بې ځایه شوي کسان لري او په کور دننه د بې ځایه شویو د شمیر له پلوه په نړۍ کې دویم دی.

د ماشومانو د ساتنې ادارې ویلي چې افغانستان د نړۍ په هغو لسو هیوادونو کې شامل دی چې د اقلیم د ډیرو سختو اغیزو سره مخ دی او ددغو اغیزو د کمیدو لپاره لازم چمتوالی هم نه لري.

د ملګرو ملتونو د وینا پراساس د افغانستان د ۳۴ ولایتونو څخه ۲۵ یې د وچکالۍ د سختو اغیزو سره مخ دي چې له امله یې ددغه هیواد تر ۵۰ فیصدو پورې وګړي زیانمن کړي دي.

د ماشومانو د ساتنې ادارې د افغانستان د دفتر رئیس ارشاد ملک په دې اړه ویلي: " افغانستان کې د اقلیم بحران انساني بحران رامنځ ته کیدو ته لمن وهي. خلک خپلو کورونو پریښودلو ته اړ باسي، د اوبو زیرمې له منځه وړي او ښوونځیو ته د ماشومانو د تللو مخه نیسی. د ماشومانو ژوند بدلوي. په افغانستان کې د ۶۰ کلنو د عمر لرونکو کسانو پرتله نوي زیږیدلي ماشومان به په خپل ژوند کې۵.۳ برابره د وچکالۍ سره مخ شي."

د ماشومانو د ساتنې ادارې د افغانستان د دفتر رئیس اندیښنه ښودلې چې د اقلیم د بدلون بحران د افغانانو معیشت له منځه وړي.

هغه ویلي: " درې کاله کیږي چې نړیوالې مستقیمې مرستې چې د داخلي ناخالص تولید ۴۰ فیصده وې او تر ۸۰ فیصده پورې یې عمومي مصارف تامینول پر[افغانستان] باندې د طالبانو د بیا واکمنیدو وروسته کمې شوې. درې کاله له هغه وخت څخه [تیریږي]چې دا هیواد د مرستو د زیات کمښت سره مخ شوی. ددې تمه نشي کیدلی چې بشرپاله سازمانونه په یوازې سر دا تشه/کسر له منځه یوسي."

دا راپور په داسې حال کې خپور شوی چې تازه د افغانستان د زابل په ولایت کې سیلانونو لس کسان مړه کړي.

د روان ۲۰۲۴ کال د اپریل او مۍ په میاشتو کې د افغانستان په شاوخوا ۲۵ ولایتونو کې سیلابونو په لسګونو کسان مړه کړي او سلګونو نور یې ټپیان او خپل کورونو او سیمو څخه بې ځایه کړي دي. دغو سیلابونو ډیر ځاني او مالي تلفات په بغلان، بدخشان، تخار، غور، ننګرهار او هرات ولایتونو کې اړولي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG