د افغانستان بانک له نړیوالې ټولنې څخه د تعامل او همکارۍ غوښتنه وکړه

له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د نغدي بشري مرستو په دوام، مرکزي بانک یو ځل بیا له نړیوالې ټولنې څخه په نورو برخو کې هم د همکارۍ او تعامل غوښتنه کړې ده.

د افغانستان بانک ویلي چې تېره ورځ سپټمبر ۲۱ (وږې ۳۰) له دغه هیواد سره د نړیوالې ټولنې د بشري مرستو په دوام د ۴۰ میلیون امریکايي ډالرو نغدي مرستو بله کڅوړه کابل ته رسېدلې ده.

دې بانک د نړیوالې ټولنې د نغدي بشري مرستو د هر کلي ترڅنګ ویلي: "د افغانستان بانک هېواد ته له قانوني او اصولي لارو د اسعارو له راتګ هر کلی کوي او د نړیوالې ټولنې له مرستو د مننې ترڅنګ له دې ټولنې غواړي چې په نورو برخو کې هم له افغانستان سره تعامل او همکاري ولري."

په اعلامیه کې ویل شوي چې دغه پیسې په افغانستان کې یو سوداګریز بانک ته سپارل شوي دي.

د افغانستان مرکزي بانک همداشان د نغدي مرستو د دوام ستاینه کړې او هیله یې څرګنده کړه چې مرستندویه هیوادونه په نورو برخو کې د دغې ډلې له حکومت سره تعامل وکړي چې ددې لارې د دغه هیواد د خلکو اقتصادي ستونزې هوارې شي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د بانکي سکتور له لارې د بشري مرستو کول د روڼتیا سبب کیږي او خلکو ته د بشري مرستو رسول آسانه کوي.

طالبان پداسې حال کې له افغانستان سره د بانکدارۍ له لارې د مرستو د دوام غوښتنه کړي چې ددې هیواد بانکي سیستم پدې تیرو څو میاشتو کې له سقوط سره مخ دی او په تېر کال کې د بانکدارۍ بهیر بېرته ندی عادي شوی.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو سازمان په یو راپور کې د افغانستان د بانکونو د فعال ساتلو لپاره د سمدستي اقدام غوښتنه کړې وه.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې د خپلو پورونو په نه ورکولو کې د خلکو د ناتوانۍ زیاتوالی د بانکي زیرمو کموالی او د نغدو پیسو کمښت ښایي د افغانستان مالي سیستم په څو راتلونکو میاشتو کې د سقوط سره مخامخ کړي.

په افغانستان کې اقتصادي کړکېچ وروسته له هغې خپل اوج ته ورسېد، چې د افغانستان د مرکزي بانک نږدې لس میلیارده ډالره نغدې پیسې په بهر کې په ځانګړې توګه په امریکا کې کنګل شوې.

طالبانو د تاشکند په غونډه کې په افغانستان کې د بشري ناورین په څرګندولو سره له نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه له امریکا وغوښتل چې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ دې خوشې کړي.

په دې وروستیو کې رویټرز خبري اژانس د باخبرو سرچینو له قوله راپور ورکړی چې امریکا او طالبانو د افغانستان د مرکزي بانک د ملیاردونو ډالرو سرمایې چې له هیواده بهر کنګل شوي دي، د خلاصون په اړه یو بل ته خپل وړاندیزونه وړاندې کړي دي.

رویټرز خبري اژانس ددغو مذاکراتو په اړه د دریو باخبره سرچینو په حواله ویلي، چې دواړو لورو په دې برخه کې پرمختګ کړی، خو لا هم د دواړو لورو ترمنځ ژور اختلافات موجود دي.