د هاګ محکمې ته د امریکا په خبرداري د افغانستان اندیښنه

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون خبرداری ورکړی که د لاهې محکمه په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د جنګي جرایمو په اړه شته ادعاوې او جرایم ونه څیړي نو دا کار به د معافیت چاپیریال د رامنځ ته کیدو، د جګړې د غځیدو او د هغو کسانو د بې پروا کیدو لامل شي چې تاوتریخوالي کوي.

د امریکا د متحده ایالاتونو د ملي امنیت سلاکار جان بولټن د دوشنبې په ورځ ( سپټمبر ۱۰) وویل واشنګټن په افغانستان کې په جنګي جنایتونو کې د امریکايي پوځیانو د لاس لرلو په اړه همکاري نه کوي.

سپینې ماڼۍ هم خبرداری ورکړی چې متحد ایالات به د نړیوالې محکمې هر ډول قضاوت تحریم او د ټولو ممکنه لارو په کارولو سره به له خپلو وګړو او متحدینو څخه چې په "غیر عادلانه" ډول د جرایمو په نړیواله محکمه کې محاکمه کیږي، ساتنه وکړي.

د افغانستان د بشري حقونو د کمیسیون مشرې سیما سمر د متحدو ایالتونو پر دې اقدام د خواشینۍ په ښودلو سره د اسوشیتډپرس خبري آژانس ته ویلي چې د عدالت پلي کیدل په افغانستان کې د سولې له بهیر سره مرسته کولای شي. هغه وايي" عدالت نمایشي ندی بلکې اساسي بشري حق دی... له عدالت څخه انکار له اساسي حقونو او بشري حیثیت څخه انکار دی."

د جرایمو د نړیوالې محکمې ارشد څارنوال د ۲۰۱۷ کال د نوامبر میاشتې په دریمه نیټه اعلان وکړ چې په افغانستان کې به د هغو جرایمو په اړه چې له ۲۰۰۳ کال راهیسې د افغان ځواکونو، طالبانو، حقاني شبکې او د امریکا د استخباراتي مامورینو له خوا شوي ، څیړنې پیل کړي.

د جرایمو نړیوالې محکمې ویلي له دوی سره شته اسناد مناسبت اساس رامنځ ته کوي څو باور وشي چې امریکايي پوځیانو او ددې هیواد د مرکزي استخباراتو ادارې سي آی اې کارکوونکو د ۲۰۰۳ او ۲۰۰۴ کلونو ترمنځ په افغانستان کې له جنګي اسیرانو سره ناوړه چلند کړی، هغوی یې ځورولي او آن جنسي تیری یې پرې کړي.

د جرایمو د نړیوالې محکمې په وینا، افغان پوځیان هم تل له جنګي اسیرانو سره په بد او ظالمانه چلند تورن شوي دي. که څه هم اسوشیټډ پرس د افغانستان د جمهوري ریاست د ویاند شاه حسین مرتضوي په وینا لیکلي چې طالبان، داعش او د دولت نورې مخالفې ترهګرې ډلې د جنګي جنایت عاملینې دي او" افغان قواوو تل د خلکو د خوندیتوب لپاره هڅه کړېده".

د جرایمو نړیوالې محکمې د ۲۰۱۷ کال له نوامبر میاشتې څخه د ۲۰۱۸ کال تر جنورې پورې په افغانستان کې د جنګي جرایمو څه باندې ۱.۷ میلیونه ادعاوي ترلاسه کړي دي.

خو له دې ټولو سره سره د جرایمو نړیوالې محکمې د واشنګټن دریځ ته له اشارې پرته ویلي چې د لاهې محکمه خپلواکه او بې طرفه ده او په هر صورت خپل کار پر مخ بیايي.