ملګري ملتونه: تېر کال مو افغانستان ته څه باندې یو میلیارد ډالر راوړي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي (یوناما) وايي چې په تېر یوه کال کې د نړیوالې ټولنې د نغدي بشري مرستو په لړ کې یې دغه هیواد ته څه باندې یو میلیارډ ډالر راوړي دي.

یوناما د سه شنبې په ورځ اکتوبر څلورمه (تلې ۱۲) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې دا د اړمنو افغانانو سره د بشري مرستو لپاره دي.

دغه سازمان ویلي: "چې واضحه یې کړو: تېرکال مو میلیونونو افغانانو ته د ژوند ژغورنې د بشري‌ مرستو د برابرولو لپاره، چې اکثریت یې ورته اړتیا لري، افغانستان ته څه باندې یو میلیارد ډالر راوړي‌. دا نغدې پېسې په یو تجارتي بانک کې اچول شوې دي. دا مرستې نه واکمنانو ته او نه هم د افغانستان بانک ته ورکړل شوي‌دي."

یوناما دا معلومات د طالبانو تر حاکمیت لاندې د «افغانستان بانک» د هغه ټویټ په ځواب کې ورکړي دي چې وایي د نړیوالې ټولنې د مرستو په دوام ۴۰ میلیون نور نغد ډالر هم راغلي‌ او دغه بانک کې ځای په ځای شوي دي.

په همدې حال کې د «افغانستان بانک» له اصولي لارو افغانستان ته د اسعارو د راتګ د هر کلي ترڅنګ له نړیوالې ټولنې غوښتي چې خپلې مرستې د بانکي سکتور له لارې تر سره کړي او همدغه راز یې له نړیوالې ټولنې څخه په نورو برخو کې د همکارۍ او تعامل غوښتنه کړې ده.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو سازمان په یو راپور کې د افغانستان د بانکونو د فعال ساتلو لپاره د سمدستي اقدام غوښتنه کړې وه.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې د خپلو پورونو په نه ورکولو کې د خلکو د ناتوانۍ زیاتوالی د بانکي زیرمو کموالی او د نغدو پیسو کمښت ښایي د افغانستان مالي سیستم په څو راتلونکو میاشتو کې د سقوط سره مخامخ کړي.

په افغانستان کې اقتصادي کړکېچ وروسته له هغې خپل اوج ته ورسېد، چې د «افغانستان بانک» نږدې لس میلیارده ډالره نغدې پیسې په بهر کې په ځانګړې توګه په امریکا کې کنګل شوې.

په افغانستان کې د روان اقتصادي بحران په اړه د نړیوالو خیریه بنسټونو د اندېښنو ښودلو سره هم مهاله د سره صلیب نړیوالې ادارې هم تېره ورځ د اندېښنې په ښودلو سره بیوزلي د افغانانو لپاره یو جدي ګواښ وباله.

په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) هم ویلي چې په تېر کال په دغه هیواد کې دندې او عایدات له منځه تللي او د خوراکي موادو د بیو لوړېدو ترڅنګ خلک قرضدار شوي دي.