بلخ کې د داعش د څو مشرانو د وژل کېدو ادعا؛ خلیلزاد: امریکا او طالبان باید د دوحې تړون بشپړه تطبیق لپاره همکاري زیاته کړي

د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د طالبانو لخوا په بلخ ولایت کې د داعش ډلې د لوړپوړو غړو د وژل کېدو ادعا ته په اشارې ویلي چې امریکا او طالبان باید د دوحې تړون د بشپړه تطبیق لپاره همکاري زیاته کړي.

نوموړي ویلي، که په بلخ ولایت کې داعش ــ خراسان څانګې د لوړپوړو غړو د وژل کېدو په اړه د طالبانو د استخباراتو ادعا تائید شي دا به د افغانستان په شمال کې د داعش ډلې لپاره یوه لویه ضربه وي.

ښاغلي خلیلزاد زیاته کړې چې طالبانو د دوحې د تړون له مخې د داعش په وړاندې د مبارزې ژمنه کړې وه او په خبره یې د داعش د یادو مشرانو وژل کېدل دا ښيي چې طالبان دا کار کوي.

د طالبانو حکومت د استخباراتو ریاست د یکشنبې په ورځ مارچ ۲۶ (وري شپږمه) په یوې اعلامیې کې ویلي چې د دوی معلوماتو په اساس د روانې مارچ میاشتې پر ۱۸مه د بلخ ولایت مرکز مزارشریف ښار په پنځمه، اتمه او لسمه حوزه کې د تر سره شوو عملیاتو پرمهال د داعش ډلې وژل شوو غړو کې د دغه ډلې درې مهم مشران هم وژل شوي دي.

طالب چارواکو هغه مهال په دغه عملیاتو کې د داعش ډلې د پنځو غړو د وژل کېدو خبر ورکړی و.

د طالبانو د استخباراتو ریاست ویلي چې په یادو وژل شوو کسانو کې د داعش د خراسان څانګې والي او د قضاء مشر مولوي ضیاءالدین، د داعش د خراسان څانګې د شورا غړی ابو عمر افریدي او د یادې ډلې د نظامي تمریناتو او بم جوړونې استاد سلیمان تاجیکستاني شامل دي.

طالبانو ویلي چې مولوي ضیاءالدین مشهو په مولوي محمد د داعش په خراسان څانګه کې دوهم کلیدي مشر و.

زلمي خلیلزاد نن دوشنبه مارچ ۲۷ (وري اوومه) په بلخ ولایت کې د داعش ډلې د لوړپوړو غړو د وژل کېدو په اړه د طالبانو د استخباراتو ریاست څرګندونو ته په اشارې ویلي چې، "طالبانو د دوحې په تړون کې له داعش سره د مبارزې ژمنه کړې وه. د داعش ددغه مشرانو له منځه وړل د دې ښکارندويي کوي چې دا کار کوي. امریکا او طالبان باید د دوحې تړون د بشپړه تطبیق لپاره چې د افغانستان او امریکا ګټې پکې خوندي وي، خپلې اړیکې زیاتې کړي."

د دوحې توافقنانه چې د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ میاشتې پر ۲۹مه په قطر کې د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ لاسلیک شوه، له مخې طالبان باید د القاعده په ګډون له ټولو تروریستي ډلو سره خپلې اړیکې قطعه کړي او په افغانستان کې د داعش ډلې پر ضد جدي اقدامات وکړي.

وروسته تر هغه چې د بلخ ولایت لپاره د طالبانو والي محمد داود مزمل له دوو نورو کسانو سره په ولایت مقام کې د یو ځانمرګي برید په ترڅ کې ووژل شوو، د طالبانو امنیتي کسانو په دغه ولایت کې د داعش ډلې پر پټنځایونو د عملیاتو خبر ورکړ.

د راپورنو له مخې په بلخ ولایت مقام کې د طالبانو پر والي د ځانمرګي برید مسؤلیت د داعش ـ خراسان څانګې منلی و.

د طالبانو استخباراتو ریاست پخپل بیان کې همدارنګه ويلي چې د بلخ پر والي محمد داود مزمل ځانمرګی بریدګر تاجیکستانی تعبه و او د یاد برید لپاره افغانستان ته استول شوی و. طالب چارواکو پخپله اعلامیه کې زیاته کړې چې په دغه برید کې ښکېله داعش ډله یې په فریاب ولایت کې د یو لړ عملیاتو پرمهال نیولې ده.

داعش ډلې تر دا مهاله په بلخ کې د طالبانو په عملیاتو کې د خپلو مشرانو د وژل کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد مخکې په کابل کې د داعش پر یو پټنځای د طالبانو عملیاتو ته په اشارې ویلي و چې دغه ډله د طالبانو او نړیوالې ټولنې ګډ دښمن دی.

خلیلزاد د فبرورۍ ۱۵ (سلواغې ۲۶) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي و چې د داعش پر ضد همکاري د راتلونکو اړیکو مهمه برخه جوړېدای شي.

که څه هم طالب چارواکو تل ویلي چې د داعش ډله په افغانستان کې فزیکي او علني حضور نلري، خو طالبانو تر دې مخکې څو ځله په کابل او یو شمېر ولایتونو کې د داعش ډلې پر مرکزونو د عملیاتو خبر ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې داعش ډلې پدې وروستیو کې په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې د مرګونو بریدونو مسؤلیت هم منلی دی.