سږکال د انفلوونزا ناروغي د تیرو ١٥ کالو په پرتله بیساری ده

یوه نرسه یو ماشوم ته د انفلوونزا واکسین کوي

د امریکا روغتیایي چارواکو د جمعې په ورځ وویل چې د انفلوونزا د ساري ناروغۍ دغه روان موسم په تیرو ١٥ کالو کې تر ټولو شدید دی چې له وجې یې نژدې ١٢٠٠٠ زره کسان په روغتونونو کې بستر شوي دي.

د امریکا د ناروغیو د کنترول او مخنیوي چارو مرکز تازه معلومات ښیي چې د انفلوونزا روان موسم چې مخکې له وخته پیل شوی او ډیر ایالتونه یې ځپلي په عین وخت کې ټول هیواد ته پراخیږي.

دغه ویروس تر اوسه ٣٧ ماشومان وژلي دي. د چارواکو په اند ددې فصل تر پایه کیدای شي ددې افت په وجه د ماشومانو مړینې که ډیرې زیاتې نشي نو ښایي د ٢٠١۴ -٢٠١٥ کلونو د انفووینزا په موسم کې د تلف شويو کسانو حد چې ١۴٨ تنه وو ورسیږي.

د تیرې شنبې پورې روانه انفلوونزا د پورتو ریکو او نیویارک ښار په گډون ٣٩ ایالتونو ته پراخه شوې.

د امریکا د ناروغیو د کنترول او مخنیوي چارو د مرکز د انفلوونزا د څانگې مشر دانیل جرنیگن وایي "دا د انفلوونزا ډیر سخت فصل دی".

د ٢٠٠٩ کال د swine flu ساري ناروغۍ راوروسته د انفلوونزا پر وانډې زیات خلک د حفاظت په لټه کې دي. وروستی ځل چې امریکا د انفلوونزا ډوله ناروغۍ لوړې درجې سره مخامخ وه ٢٠٠٣-٢٠٠۴ کلونو د ژمي موسم و.

د ښاغلي جرنیگن په وینا د هغو کسانو فیصدي چې کلینکونو، د روغتونونو عاجلو څانگو او د ډاکترانو معاینه خانو ته یې مراجعه کړې د کال په دې فصل کې تر ټولو لوړه کچه ده.

د انفلوونزا پیښې د ژمنیو رخصتیو نه وروسته زیاتې شوي دي او په دې خاطر زیات ماشومان پرې اخته شوي چې ناروغه ماشومان ښوونځیو ته ځي او دا ناروغي نورو سرایت کوي.