د نوالني د ښخولو په مراسمو کې په زرګونو کسانو ګډون وکړ

د مسکو په سویل کې د مارینو په کلیسا کې ناوالني مړي ته د درناوي مراسم

د لاریونونو په هکله د کرملین د خبرداریو سره سره، د جمعې په ورځ مارچ اوله (کب ۱۱) د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د سخت منتقد الیکسي ناوالني په جنازه کې چې دوه اونۍ وړاندې د روسیې د شمالي قطب په یو زندان کې مړ شو، په زرګونو ماتم کوونکو ګډون وکړ.

د جنازې په مراسمو کې ګڼو ګډونوالو له ځان سره ګلان لیږدول او د نوالني د لارې په ملاتړ یې چې په هېواد کې د اداري فساد پر ضد و، نارې ووهلې. د کرملین دغه منتقد د خپل ژوند په اوږدو کې د ولسمشر پوتین پر ضد پراخ لاریونونه ترسره کړل.

لوېدیځو هېوادونو د ناوالني د مړینې په اړوند پراخ انتقادونه کړي او د هغه پلویانو پوتین د هغه په وژنه تورن کړی دی. د کرملین ددغه انتقاد کوونکي ملاتړو دا ادعا هم کړې چې پوتین د ناوالني د باعزته ښخولو د مخنیوي لپاره هڅه کړې ده.

کرملین، د ناوالني په وژنه کې لاس درلودل رد کړي او دغه تورونه یې د نه کنترول کیدونکو احساساتو بیلګه بللې ده. د مسکو مقاماتو همداشان خبرداری ورکړی چې له اجازې پرته دې د ناوالني په جنازه کې له ګډون څخه ډډه وشي.

د ناوالني جسد لومړی د مسکو په سویل کې د مارینو په کلیسا کې چې په کې ډیره ګڼه ګوڼه وه، په یو خلاص تابوت کې ایښودل شوی و، او مور او پلار یې هم حاضر وو.

خو د مذهبي مراسمو وروسته د هغه د تابوت سر وپوښل شو، او ډیرو ماتم کوونکو چې غوښتل یې د کرملین د انتقاد کونکي جسد ته خپل وروستی درناوی وکړي، ونه توانیدل چې دا کار ترسره کړي.

په کلیسا کې د مذهبي مراسمو وروسته، د نوالني تابوت د مسکو د سیند په غاړه د بوریسوو هدیرې ته ولیږدول شو. د هغه د قبر په شاوخوا کې د ګلانو څو ګیډۍ ایښودل شوې وې.

د جنازې په مراسمو کې یو شمیر ماتم کوونکو نارې وهلې چې: "موږ به تاسو هیر نکړو ... موږ وبخښئ."

د (او وي ډي) په نامه د بشري حقونو د یو سازمان د راپور له مخې، وروسته له هغه چې ناوالني دوې اونۍ وړاندې د روسیې شمالي قطب په یو زندان کې مړ شو، د دغه هېواد حکومت شاوخوا ۴۰۰ کسان چې د کرملین د دغه منتقد پر مړینې خواشیني وو ونیول. د دغه رپوټ له مخې، داسې وېره شته چې پولیس به د جنازې په مراسمو کې د نووالني نور ملاتړي ونیسي او توقیف کړي.

د روسیې د تاس رسمي خبري اژانس راپور ورکړی چې د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف ویلي چې د اجازې پرته هره غونډه له قانون څخه سرغړونه ګڼل کیږي او هغه کسان چې په اعتراضیه غونډه کې برخه اخلي مسؤل به وي.

یوې ماتم کوونکې انا استپانووا د کلیسا په انګړ کې د فرانس پرس اژانس ته روسي مقاماتو ته په خطاب کې وویل، "دوی له څه ډارېږي؟ دوی له خپله ځانه ډېر ډارېږي. هغه خلک چې دلته راغلي، هغوی نه وېرېږي. الیکسي هم نه وېریده. د هغه [نوالني] په څېر خلک باید مړه نه شي: صادق او اصولي [کسان] غواړي خپل ځان قرباني کړي."

د فرانسې، جرمني او امریکا سفیران هم له کلیسا بهر د ماتم کوونکو په منځ کې لیدل شوي.

تر دې مخکې د الیکسي ناوالني کونډې یولیا ناوالنیا ویلي وو چې ډاریږي چې د هغې د مرحوم میړه د جنازې مراسم به ګډوډ شي او نور کسان به ونیول شي.

هغې په روانه اونۍ کې د اروپا په پارلمان کې په وینا کې وویل: "تر اوسه ډاډه نه یم چې مراسم به سوله ایز وي یا که پولیس به هغه خلک ونیسي چې زما میړه ته الوداع ویلو ته راځي."

یولیا ناوالنیا، لکه د ډیرو لویدیځو هیوادونو او د ناوالني ملاتړو په څیر، د خپل میړه د مړینې پړه پر کرملین اچوي، هغه تور چې د کرملین ویاند بې بنسټه بللی دی.

۴۷ کلن ناوالني چې له کلونو راهیسې د پوتین تر ټولو سخت سیاسي منتقد و، د جمعې په ورځ د فبرورۍ په ۱۶مه (سلواغې ۲۷) د شمالي قطب په یو زندان کې مړ شو.

ناوالني د ۲۰۲۰ کال د اګست په ۲۰مه کله چې له سایبریا څخه مسکو ته روان و، د چای له څښلو وروسته چې د ده په خبره د کرملین په امر زهرجن شوي وو، ناروغه او روغتون ته انتقال شو، خو روسي مقاماتو دا تورونه رد کړي دي.

هغه بیا د درملنې لپاره جرمني ته واستول شو او د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ په ۱۷ مسکو ته له رسیدو وروسته ونیول شو.

ناوالني او د هغه ملاتړو د هغه د مسمومولو پړه په کریملین واچوله او د روسیې پر ولسمشر ولادیمیر پوتین یې تور ولګاوه چې د هغه د وژلو امر یې کړی و، هغه تور چې کرملین رد کړی دی.

د ناوالني مړینې پراخ نړیوال غبرګونونه راوپارول. امريکا، فرانسې، جرمني، ناټو، اروپايي ټولنې او د ناټو او اروپايي ټولنې نورو غړو هېوادونو د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د کرملين د دغه منتقد د مړينې مسوول ګڼلى دى.

دا راپور د فرانس پرس اژانس د خبر په بنسټ جوړ شوی دی.