د خیبرپښتونخوا په بنو او ټانک کې لسګونه زره کسانو د امن لپاره احتجاجي لاريونونه کړي

بنو کې په شوي احتجاج کې لسګونه زره کسانو ګډون کړی وو چې د بېلا بېلو سياسي ګوندونواو قومونو د مشرانو تر څنګ د سوداګرو اتحاديې، عام ولس او د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي پکې شامل وو.

د خيبر پښتونخوا په ناامنه جنوبي ولسواليو بنو او ټانک کې د اکتوبر پر ۲۱ (تلې ۳۰) لسګونه زره کسان د امن لپاره لارو کوڅو ته راوتلي وو او د لاريونونو په پای کې يې احتجاجي غونډې وکړې.

د "امن پاڅون" په نوم د دې احتجاجونو ګډونوالو د پاکستان پر حکومت او پوځ غږ وکړ چې د ترهګرۍ او ناامنۍ مخه دې ونيسي او په سيمه کې دې امنيت ټينګ کړي.

بنوولسوالۍ کې په شوي احتجاج کې لسګونه زره کسانو ګډون کړی وو چې د بېلا بېلو سياسي ګوندونو، سازمانونو او قبيلو د مشرانو تر څنګ د سوداګرو اتحاديې، عام ولس او د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي پکې شامل وو.

په دغه غونډه کې په بې ساري ډول يوشمېر هغو مېرمنو هم ګډون کړی وو چې خپلوان يې په جبري توګه لادرکه شوي دي.

يوې مېرمنې دې غونډې ته په چيغو وينا وکړه او ويې ويل چې په لڅو پښو راوتلې ده او ډېر ظلم ورسره شوی دی. "[د پاکستان پوځيانو] د کور خلک راشهيدان کړه او يو تنکی بچی يې راڅخه بېولی او ورک کړی دی....پښتانه ولې نه راپورته کېږي...موږ ته دې امر وکړي چې موږ ښځينه راووځو. موږ کورونو ته نه درومو. زموږ سره دې انصاف وشي."

پښتون ژغورنې غورځنګ وايي چې د دغه غورځنګ د راټولو کړيو شویو معلوماتو له مخې په خيبر پښتونخوا کې شپږ زره او ۷۰۰ کسان په جبري ډول ورک دي. په پاکستان کې د خلکو په جبري ډول د لادرکه کولو تور د دغه هېواد پر امنيتي او استخباراتي ادار و پورې کېږي خو هغوی تل دا تورونه رد کړي دي.

د بنو پاڅون ګډونوالو ته د رفيع الله په نامه د پاکستان پوځ يو عسکر هم وينا وکړه او اعلان يې وکړ چې نور له خپلې دندې استعفا ورکوي او له پښتنو سره د امن لپاره په روانه " مبارزه " کې ګډون کوي.

نوموړي وويل چې د پښتنو د تاريخ په اړه د معلوماتو تر لاسه کولو او د اوسنيو ناامنه حالاتو تر کتلو وروسته يې "وجدان" اجازه نه ورکوله چې خپله دنده پرمخ يوسي.

هغه زياته کړه چې پر ټولو ستونزو سربېره به د سر په بيه له پښتنو سره د امن راوستلو لپاره درېږي. "مشکلات دي، ستونزې دي، غربت دی، لانجې دي، معاملې دي، د کور له خوا او د سرکار له خوا، خو له دې پرته نور نه کېږي. موږ په داسې اراده راغلو چې انشاالله د سر له ورېښتانو بيا د پښو تر نوکانو پورې به هر وخت له پښتون قام سره يو ځای درومو او خپل امن به غواړو."

د احتجاج ځينو ګډونوالو پر ټولنيزو شبکو ليکلي چې پر رفيع الله سربېره د پوځ درې نورو سرتېرو هم خپلې دندې پرېښې او په امن پاڅون کې يې ګډون کړی وو، خو هغوی ويناوې ونه کړې.

تر دې يوه ورځ وړاندې هم د پاکستان په ګڼو پښتون مېشتو سيمو کې د اکتوبر پر ۲۰ (تلې ۲۹) د "ولسي پاڅونونو" په نامه احتجاجي لاريونونه وشول، چې ګډونوالو يې د امن پر غوښتنې سربېره د پښتنو د وروستۍ قامي جرګې يا عدالت د پرېکړو د عملي کولو لپاره غږ پورته کړ.

د بنو امن پاڅون ته په وينا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي کمېټې غړي او د پښتون قامي جرګې يا عدالت وياند عبدالصمد خان وويل چې دوی د جمشېد خان په نامه د بنو پوليسو د هغه سرتېري د نيولو او شکنجه کولو غندنه کوي چې په بنو کې د پوځيانو د حضور خلاف د احتجاجي پرلت سرلاری وو.

نوموړي زياته کړه چې دوی د بنو د هغه پوليس او مدني فعالانو د راخوشې کولو غوښتنه کوي چې د امن لپاره يې غږ پورته کړی وو. "جمشېد خان بايد خلاص شي. د هغه ترڅنګ د بنو د پاڅون يو بل ملګری جهاد يار هم نيول شوی چې بايد ژر تر ژره خوشې شي. د جمشېد ګناه څه وه؟ هغه د امن غوښتونکی وو. د دې لاريون ټول ګډونوال هم هغه خبره کوي."

دا تر هغه وروسته ده چې د بنو پولیسو او ځايي خلکو د سپټمبر پر ۱۲ (وږي ۲۲) پرلت وهلی وو او غوښتنه يې کوله چې د پوځ هغه افسران دې له سیمې ووځي چې د پولیسو په کار کې لاسوهنه کوي او امنیت ته یې خطر جوړ کړی دی. دا پرلت د انتظامي چارواکو لخوا د غوښتنو د منل کېدو تر ډاډ وروسته ختم شوی وو.

د بنو د لاريون ويناوالو خبرداری ورکړ چې که غوښتنې يې و نه منل شوې نو خپل احتجاج به نور هم پراخ کړي. د خيبر پښتونخوا حکومت د بنو لاريون د تازه غوښتنو په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

په ټانک ولسوالي کې هم د احتجاجي غونډې ګډونوالو د پښتون قامې جرګې په ملاتړ او د امن د ټيګښت لپاره غږ پورته کړ. د پښتون قامي جرګې لپاره د ټانک ټاکل شوي مشر نصير احمد وويل چې د ټانک ولس د جرګې د ټولو پرېکړو ملاتړ کوي او د دې ځای ځوانان او مشران به تر هغه وخته پر کراره نه کښېني چې تر څو په ټانک کې امن نه وي راغلی.

د خيبر پښتونخوا په يوشمېر سيمو کې له تېرو څو کلونو راهيسې ولسي وګړي، سياسي او قبايلي مشران او د حقونو فعالان وخت په وخت د امن لپاره احتجاجونه او جرګې کوي او د پاکستان له حکومت او پوځ څخه د امنيت ټينګولو غوښتنه کوي.

که څه هم د پاکستان پوځ لا تر اوسه په خيبر کې د پښتون قامي جرګې او د اوسنيو احتجاجي لاريونونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی خو تر دې وړاندې يې په وار وار ويلي يې دي چې په سیمه کې د امن پرځای کولو لپاره يې د وسلوالو پرضد بې توپيره هدفي عملياتو ته دوام ورکړی دی او امنيت ته ژمن دی.

د خيبر پښتونخوا ايالت د خيبر ولسوالۍ په رېګي للمه سيمه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ تر انتظام لاندې د پښتنو دوه ورځنۍ قامي جرګه يا عدالت د اکتوبر پر ۱۳ (تله ۲۲) شپې مهال د ۲۲ پرېکړه ليکونو په وړاندې کولو سره پای ته ورسېد.

د پښتنو د قامي جرګې ځينې مهمې پرېکړې د پښتنو له خاورې په دوو مياشتو کې د پوځ او وسلوالو ډلو وتل، پر ډيورنډ کرښه له افغانستان سره له پاسپورټ او ويزې پرته تګ راتګ او د سوداګرۍ د اسانتياوو زياتول، له ټولې پښتونخوا د ۲۴۰ زره کسانو غير مسلح لښکر جوړول، د سياسي بنديانو او جبري لاردکه شويو کسانو خوشې کول، د بې ځایه شویو کورنیو بېرته ځای پر ځای کول، د پښتنو پر منابعو باندې د هغوی لومړني حقونه باوري کول او د قبایلي شخړو او مذهبي اختلافاتو د هواري لپاره د یوې ځانګړې جرګې جوړول وو.