افغانستان کې د رسنیو د کار د تضمین پرته عادلانه سوله ناشونې ده _ RSF

نن دوشنبه د مې درېمه د رسنیو ازادۍ نړیواله ورځ ده.

نن دوشنبه د مې درېمه د رسنیو د ازادۍ نړیواله ورځ ده. په افغانستان کې د بې پولو خبریالانو او د ښځینه خبریالانو نه د ملاتړ ادارې دغه هېواد کې د خبریالانو د کار پر وړاندې د شته خنډونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د رسنیو چارو په برخې کې د دغو بنسټونو ګډه اعلامیه چې نن خپره شوې وايي د افغان سولې په اړه د طالبانو او د افغانستان حکومت پلاوي د خبرو پیلېدو وروسته ۲۰ خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو سره تاوتریخوالی شوی د.

دوی وايي چې دغو پېښو کې د څلورو ښځینه وو په شمول د اته خبریالانو د وژنې قضیې ثبت شوي دي.

اعلامیه وايي:"د خبریالانو هدفي وژنې او د دوی کار ته ګواښونه افغانستان کې د بیان ازادۍ په مستقیم ډول ګواښوي. عادلانه سوله د رسنیو د کار تضمینېدو پرته شونې نه ده. د دوی کار باید خوندي شي"

په همدې حال کې د ښځینه خبریالانو نه د ملاتړ ادارې (CPAWJ) مشرې فریده نیکزاد ټینګار کوي چې د ښځینه خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی یوازې د ناامنیو له کبله نه دی.

اغلې نیکزاد وايي: "د نا امنیو او ګواښونو سربېره د کرونا ویروس خورېدل هم یو له هغو لاملونو دی چې د ښځینه خبریالانو کار ګواښي."

له بلې خوا د بې پولې خبریالانو (RSF) د افغانستان او ایران برخې مشر رضا معیني ویلي هغه سوله چې افغانان یې په تمه دي د ټولو خواوو ګډون او د رسنیو د خپلواکۍ خوندېتوب پکې اړین دی.

په تېر یو کال کې افغانستان کې د خبریالانو هدفي وژنې په بیسازی ډول ډېرې شوي‌ دي.

دغه هېواد کې د جګړې ښکېلو خواوو کې هېڅ ډلې د یادو پېښو مسولیت نه دی منلی او عاملین یې هم په بشپړ توګه نه دي نیول شوي.

افغانستان د ۲۰۲۱ کال د رسنیو ازادۍ په نړیواله درجه بندي کې په ۱۸۰ هېوادونو کې ۱۲۲ ځای خپل کړی دی.