'وسله والو هرات ښار کې د ملي اردو درې سرتیري وژلي،څلور ټپیان دي'

چارواکي وایي بریدګر له سیمې تښتېدلي، خو د نیولو هڅې یې پيل کړي

امنیتي چارواکي وایي په هرات ښار کې د ناڅرګندو کسانو په وسله وال برید کې د ملي اردو درې سرتیري وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

د هرات د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالاحد وليزاده نن چهارشنبه جنورۍ ۲۰ ( سلواغې لومړۍ) وویل چې دغه پېښه نن سهار د هرات ښار مرکز منارونو سیمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زیاته کړه چې بریدګر له سیمې تښتېدلي، خو وايي امنیتي مسؤلینو یې د نیولو هڅې پيل کړي دي.

پر همدې مهال د هرات د حوزوي روغتون ویاند رفیق شیرزي امریکا غږ ته وویل چې د نننۍ پېښې له ځایه د ملي اردو د درې سرتیرو جسدونه او څلور تنه په ټپي حالت کې روغتون ته انتقال شوي دي.

شیرزي زیاته کړه چې ټپيان وروسته په هرات کې د ۲۰۷ ظفر قول اردو روغتون ته انتقال شوي، خو ۲۰۷ ظفر قول اردو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

پرون سې شنبه ماښام د یاد ولایت د انجیل ولسوالۍ په پل «مالان» سیمه کې هم د ماین چاودنې له امله شپږ پولیس ټپيان شول.

که څه هم امنیتي چارواکو تر دا مهاله د دغه چاودنې د نوعیت په اړه څه نه دي ویلي، خو ویل کیږي چې یاده چاودنه د موټر بم له امله رامنځته شوې ده.

د روغتیا ریاست مسؤلین وايي چې د چاودنې ټپيان ټول پولیس دي او په وینا یې روغتیايي حالت یې «ښه» دی.

دا چاودنې او وسله وال برید پر داسې مهال رامنځته کیږي چې ټاکل شوې ولسمشر غني په څو ورځو کې دغه ولایت ته سفر وکړي.

تر دا مهاله د نن چهارشنبې وسله وال برید او تیرې شپې چاودنې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.