کاپیسا کې ماین چاودنې درې ملکي وګړي وژلي

د کاپیسا امنیتي چارواکي وايي، د دغه ولایت په اله سای ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین چاودنې له امله درې ملکي وګړي وژل شوي او د دوو افغان امنیتي ځواکونو په شمول اووه تنه ټپیان شوي دي.

دغه پېښه پرون جمعه ناوخته د اله سای ولسوالۍ په بازار کې رامنځته شوې ده.

د کاپيسا د پولیسو د رسنیو د برخې مسؤل شایق شورش د شنبې په ورځ د «لیندۍ ۳مه» امریکا غږ ته وویل، چې یاد ماین د طالبانو لخوا د یادې ولسوالۍ په بازار کې د افغان ځواکونو لپاره ځای پر ځای شوی و.

هغه وویل، چې د پېښې ټپیان د درملنې لپاره روغتون ته انتقال شوي، چې د څو تنو روغتیايي حالت ښه دی.

تر دا مهاله د طالبانو په ګډون بلې ډلې هم د دغه ماین چاودنې مسؤلیت نه دی اخیستی.

اله سای د کاپیسا له نا امنه ولسوالیو څخه د، چې په زیاتو برخو کې وسله وال طالبان حضور لري.

په افغانستان کې د ملکي تلفاتو پر زیاتېدو د یوناما په ګډون ګڼو بنسټونو اندېښنې ښودلې دي.

«سیګار» ادارې دوې اونۍ مخکې د قاطع ملاتړ ماموریت د معلوماتو په اساس راپور ورکړی و، چې د روان۲۰۱۹ کال له جون څخه بیا تر سپټمبره میاشتې پورې نسبت د ۲۰۱۸ کال همدې مودې ته د ملکي وګړو په تلفاتو کې ۳۹ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

په افغانستان کې د قاطع ملاتړ ماموریت ویلي، چې د روان ۲۰۱۹ کال په لومړیو نهه میاشتو کې په افغانستان کې ۷۲۶۰ تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې چې نسبت تېر کال ته شپږ سلنه زیاتوالی پکې راغلی دی.