د لاس رسي وړ اتصالات

د ملکي زیانونو د ارزونې له کمېټې د عدالت غوښتنې ګروپ غوښتنه


په افغانستان کې د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ګروپ وايي، په پوځي عملیات کې د ملکي زیانونو د ارزونې کمېټه باید تشریفاتي نه بلکې د ملکي مرګ ژوبلې د مخینوي په برخه کې جدي هڅې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ملي امنیت شورا تېره ورځ په پوځي عملیات کې د ملکي زیانونو د ارزونې په اړه د یوې ګډې کمېټې د رامنځته کېدو خبر ورکړ.

د ملي امنیت شورا د اعلامیې له‌مخې د دغه شورا سلاکار حمد الله محب تېره ورځ د دفاع اوکورنیو چارو وزارتونو ترڅنګ د ملي امنیت عمومي ریاست څخه په دې اړه د یوې ګډې کمېټې د رامنځته کېدو غوښتنه کړې ده.

په دغه بیان کې د حمدالله محب له قوله ویل شوي:"حکومت ټولې هغه لارې چارې کاروي، چې د ملکي وګړو ژوند خوندي شي، خو بدبختانه وسله وال طالبان له عامو خلکو او ځایونو د سپر په توګه کار اخلي او په دوامداره شکل ملکي اهداف په نښه کوي."

افغان حکومت پر داسې مهال د ملکي زیانونو د ارزونې کمېټه رامنځته کوي چې د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ګروپ د معلوماتو له مخې یوازې په تېرو ۱۶ ورځو کې په افغانستان کې د تاوتریخوالې په پېښو کې ۲۰۰ ملکي وګړي وژل شوي او ۳۴۰ نور ټپیان شوي دي.

د دغه ګروپ مشر عزیز احمد تسل د چهارشنبې په ورځ د چنګاښ پر ۲۶مه امریکا غږ ته وویل، چې یادو ملکي وګړو دغه مرګ ژوبله په هوايي، بریدونو، شپنیو عملیاتو او د وسله والو مخالفینو لخوا چاودنو کې اوښتې ده.

ښاغلي تسل وویل، که په پوځي عملیاتو کې د ملکي زیانونو د ارزونې کمېټه په قوت سره جوړه او پوره صلاحیت ولري، د ړندو بمباریو په مخنیوي کې به ګټوره تمامه شي.

هغه ټینګار وکړ، چې دغه کمېټه باید د ملکي مرګ ژوبلې د مخینوي په هدف پر نړیوالو ځواکونو فشار راوړي.

نوموړي زیاته کړه:"په تېر کې چې موږ ولیدل د دې ډول کمېسیونونو جوړولو ډېره نتیجه نه ده وکړې، کمېسیون جوړ شوي، راپور جوړ کړي، څوک چې مجرم وپيژندل شي جزا نه ورکول کېږي،خو که دغه کمېسیون په قوت سره جوړ شي، او پیاوړی وکړي د دې اغېز به وي دوی ته به مو وړاندیز داوی چې پر نړیوالو باندې فشا راوړی."

هغه وویل، طالبان هم باید د ملکي مرګ ژوبلې مخه ونیسي.

پر همدې مهال په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ میلر له افغان ځواکونو سره د ګډو پوځي عملیاتو پرمهال د ملکي مرګ ژوبلې د مخنیوي په هدف د ګډو هڅو خبر ورکوي.

نوموړي تېره ورځ په هرات ولایت کې د وینا پرمهال په پوځي عملیاتو کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د شمېر په اړه د اندېښنې په ښودلو سره وویل، چې د مخنیوي لپاره یې په عملیاتو کې له دقت څخه کار اخیستل کېږي.

هغه ویلي: "موږ په عملیاتو کې دقت غواړو، کله چې دقت نه وي مرګ ژوبله رامنځته کېږي، زه افغان او نړیوالو ځواکونو څخه په عملیاتو کې د دقت غوښتنه کوم."

دا په داسې حال کې ده چې روانه اونۍ د امریکا دفاع وزارت کانګرس ته پخپل امنیتي راپور کې ویلي و چې د روان ۲۰۱۹ میلادي په لومړیو پنځو میاشتو کې په افغانستان کې د تاوتریخوالې په پېښو کې ۹۵۰ ملکي وګړي وژل شوي دي.

د ملکي مرګ ژوبلې پر مخنیوي پر داسې مهال ټينګار کېږي، چې د دوشنبې په ورځ د کندهار په خاکریز ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین چاودنه کې ۱۳ ملکي وګړي ووژل شول او نژدې۲۰ نور ټپیان شول.

د دې ترڅنګ روانه اونۍ په میدان وردګ کې د هوايي بریدونو پرمهال د یو شمېر ملکي وګړو د مرګ ژوبلې راپورونه هم ورکړل شول.

XS
SM
MD
LG