ملگري ملتونه: په میلیونونو افغانان د قحطۍ له گواښ سره مخامخ دي

د کابل په یوه څنډه کې بیځایه شوي ماشومان

سختې وچکالۍ، فقر او جگړو په میلیونونو افغانان د خواړو له نشتوالي سره مخامخ کړي او ملگرو ملتونو د وضعیت د لا خرابیدو خبرداری ورکړی دی.

ملگرو ملتونو د دوشنبې په ورځ (اکتوبر ١٥) خبرداری ورکړ چې لږ تر لږه درې میلیونه افغانان عاجلو غذایي توکیو ته اړتیا لري او که مرسته ونشي نو له قحطۍ سره به مخامخ شي.

ملگري ملتونه دغه خبرداری پداسې حال کې ورکوي چې افغانستان د بیسارۍ قحطۍ او وچکالۍ سره مخامخ دی.

د افغانستان په شمالي او لویدیځو حاصلخیزو ولایتونو کې وچکالي ددې سبب شوې چې په سلگونو زره کسان د خپلو کورونو او سیمو پریښولو ته اړ شي.

په افغانستان کې د ملگرو ملتونو د بشري مرستو هم آهنگ کوونکی توبي لانزر، ویلي دي چې ملگري ملتونه هڅه کوي چې د نړیوالو مرستو په جلبولو سره لږ تر لږه د ۲،۵ میلیون افغانانو سره چې غذایي توکیو ته سخته اړتیا لري د روان کال د دسمبر تر نیمایي پورې مرسته وکړي.

ښاغلي لانزر د فرانسې خبري اژانس ته ویلي "هغه خلک د ورځې یواځې په یو وخت خواړو چې هغه هم اکثر وچه ډوډۍ او چای دی، ژوند کوي."

د ملگرو ملتونو دغه مقام ویلي چې درې میلیونه کسان د غذایي مصونیت د نشتوالي له درکه په څلورمه درجه کې دي چې دا د قحطۍ نه یواځې یو درجه وړاندی حالت دی او جدي اقدام ته اړتیا لري.

ښاغلي لانزر ویلي چې تیره میاشت مرسته رسونکو ډلو د اړو خلکو د جملې نه۶۰۰ زرو کسانو ته غنم، غوړي او عدس ویشلي دي او ټاکل شوې چې د روانې میاشتې تر پایه ۶۰۰ زرو نورو سره هم ورته مرستې وشي.

د ښاغلي لانزر په وینا په افغانستان کې اته میلیونه نور خلک د غذایي بحران په دریم پړاو کې ژوند کوي او د ماشومانو ترمنځ د سؤ تغذیې کچه خورا لوړه ده.

د اورښت کموالی او په تیر ژمي کې د واورو نه وریدلو په وجه په نیم افغانستان کې وچکالي راغلې او د وچکالۍ په وجه لږ تر لږه ۲۵۰ زره کسان له خپلو سیمو بیځایه شوي دي.