د پاکستان صدراعظم شهباز شریف واييچې په شمالي وزیرستان کې د ځانمرګي برید له امله درې پاکستاني پوځيان او درې ماشومان وژل شوي دي.
دغه ځانمرګی برید د شنبې په ماښام د میران شاه اړوند په «عیدک کلي» کې د پاکستاني پوځ د ګزمې پر موټر شوې دی.
د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د پاکستاني پوځيانو د وژل کېدو په اړه خواشیني ښودلې او ګواښ کړی دی چې د افراطیت د بیخ په اېستلو سره به د خپلو سرتېرو د وینو غچ اخلي.
Deeply saddened by the martyrdom of three soldiers of Pakistan Army & three children in a suicide attack in Miran Shah. Blood of our soldiers & citizens is a debt on us that we will repay by eradicating terrorism from our country. Heartfelt condolences to the bereaved families. pic.twitter.com/NLEFBlfTVi
— Shehbaz Sharif (@CMShehbaz) May 15, 2022
بلخوا د امریکا غږ ډېوې څانګې د ځینو سرچینو له قوله ویلي چې په پر پاکستاني پوځیانو چاودنه کې څلور پاکستاني سرتیري ټپيان شوي هم دي. سرچینې ویلي چې د دوو پاکستاني عسکرو روغتیايي حالت خراب دی.
د پاکستان پوځ ویلي چې تر پېښې وروسته سیمې ته تازه دمه ځواکونه رسېدلي او تصفیوي عملیات یې پيل کړي دي.
تر دا مهاله ددغه ځانمرګي برید مسؤلیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.
په اسلام اباد کې د امنیت او شخړو د څېړنیز انستیتوت د تازه راپور له مخې د مارچ میاشتې په پرتله په تیره اپرېل میاشت کې پر پاکستاني پوځاینو بریدونو کې ۲۴ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
د یاد انستیتیوت د معلوماتو په اساس یاد بریدونه تر ډېره په قبایلو سیمو او خیبرپښتونخوا شوي دي.
په راپور کې ویل شوي چې په اپرېل میاشت کې د ۳۴ وسله والو بریدونو له امله ۳۴ امنیتي سرتیرو، ۱۳ ملکي وګړو او اتو وسله والو په ګډون ۵۵ کسان وژل شوي دي.