د یوسف رشید د وژلو په تور درې تنه نیول شوي ـ کورنیو چارو وزارت

پر یوسف رشید برید چې پراخ غبرګونونه یې راپارول تر دا مهاله یې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ یا «فیفا» د مشر یوسف رشید د قتل په تړاو یې درې تنه نیولي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین نن شنبه جنورۍ ۹ ( مرغومې ۲۰) پر خپل ټویټر لیکلي چې په یاده قضیه کې نور هم کسان لاس لري.

ارین ویلي چې د پاتې کسانو د نیولو لپاره هم هڅې روانې دي.

بلخوا د افغانستان جمهوري ریاست مرستیال امرالله صالح ویلي چې نیول شوي کسان د وسله والو طالبانو غړي دي او په وینا یې په لوګر ولایت کې د «مسلمیار» مستعار په نوم فعالیت کوي.

امرالله صالح تمه ښودلې چې نیول شوي کسان تر څېړنو وروسته، د عدلي او قضايي ارګانونو لخوا په اعدام محکوم شي.

د جمهوري ریاست لومړی مرستیال پر داسې مهال طالبان په وروستیو ترورنو کې لاس لرلو تورنوي چې دغه ډلې تیره اونۍ په یوې اعلامیې کې پر خبریالانو او مدني فعالانو باندې په بریدونو کې خپل لاس لرل رد کړل.

یوسف رشید د روانې مرغومې میاشتې پر دریمه د کابل ښار په اوومه ناحیه کې د ناڅرګندو وسله والو په ډزو ووژل شو.

پر یوسف رشید برید چې پراخ غبرګونونه یې راپارول تر دا مهاله یې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.