لیبیا کې د سیلابونو د قربانیانو شمېر له ۵۱۰۰ څخه اوښتی

Climate Libya Floods Explainer

په لیبیا کې ځایي روغتیایي چارواکي وایي چې ددغه هېواد په ختیځ "درنا" ښار کې د یکشنبې ورځې د سیلابونو د راوتلو او د اوبو د دوو بندونو او څلورو پلونو د نړیدو له امله، د مړو شویو کسانو شمېر له ۵۱۰۰ څخه اوښتې او وېره شته دا شمېر نور هم لوړ شي.

د لیبیا په ختیځ کې د بیړنیو حالاتو او امبولانس مرکز ویاند، اسامه علي په وینا، په 'درنا' ښار کې لږ تر لږه د ۵۱۰۰ کسانو او د لیبیا په نورو سیمو کې د نږدې۱۰۰ تنو د مړینې خبر ورکړل شوی دی.

نوموړي د چهارشنبې په ورځ د سپتمبر ۱۳مه (وږي ۲۲) د ټیلیفون له لارې اسوشیېټډ پرېس خبري اژانس ته وویل، چې په درنا ښار کې تر ۷۰۰۰ ډېر کسان ټپیان شوي چې په صحرایي روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي.

هغه زیاته کړه، له هغه ځایه چې د ژغورنې ډلې لاهم د سړکونو، ودانیو او سمندر څخه د وژل شوي کسانو مړي راټولوي، نو دا احتمال شته چې د قربانیانو شمیره لوړه شي. نوموړي همداراز وویل، چې نږدې نهه زره کسان لا هم لادرکه دي.

وروستیو سيلابونو د 'درنا' ښار ډیرې واټونه له منځه وړ دي، چې له امله یې سیلاب ځپلو سیمو ته د لټون او ژغورونکو ډلو رسېدل ستونزمن شوي دي. هغه ژغونډلې چې درنا ته رسېدلي،د ښار د پراخې ویجاړۍ خبره کوي او وايي چې زرګونه کسان لا هم ورک دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ اداره وايي، د «دانیل» طوفان له امله د راغلو سیلابونو له امله لږ تر لږه ۳۰زره کسان بې کوره شوي دي

د بنغازي یوه مرستندویه کارکونکي عماد الفلاح په یوې ټیلیفوني اړیکې کې وویل: "د قربانیانو مړي هر خواته، په کورنو واټونو او سمندر کې پراته دي. هرچیرې چې ځئ د نارینه، ښځو او ماشومانو مړي او جسدوونه وینئ. د ځینو کورنیو هان ټول غړي وژل شوي دي."

د «دانیل» په نوم د مدیترانې سمندري طوفان د تیرې یکشنبې په ورځ د لیبیا په ختځ کې د مرګوني سیلابونو د راوتلو لامل شو، خو تر ټولو ډیر ویجاړونکی سیلاب بیا په درنا ښار کې راوتلی وو.

په ليبيا کې د سره صليب د نړيوالې کميټې د پلاوي مشر يان فريدز د فرانسې ٢٤ ټلويزيوني شبکې ته وويل، چې زيات باران او د اوبو زياتوالي د دغه ښار د لوړو غرونو په منځ کې د اوبو د دوو بندونو نړیدل، د درنا مرکز ته د مرګونې سيلابونو لامل شو. د هغه په وينا، د سېلاب د څپې لوړوالی تر اوو مترو پوري وې.

د درنا ښار يوه ښوونکي محمد درنا وويل، نوموړی، د هغه کورنۍ او ګاونډيان د خپل اپارتمان چت ته وختل. هغه زياته کړه چې اوبه د دوى د ودانۍ دويم پوړ پوري رسېدلې وې.

هغه زیاته کړه، چې دوی د اوبو د اندازې له امله هیښ شوي وو. د هغه په وینا: "دا د هالیوډ د ډارونکي فلم په څیر و. "

سره صلیب د سه شنبې په ورځ، د سپټمبر په ۱۲ خبرداری ورکړ، چې د وژل شویو کسانو شمیر به ښايي ډیر لوړ شي، ځکه نږدې لس زرو کسانو څخه ډیر خلک ورک دي.

د سره صلیب د نړیوال فدراسیون او د لیبیا د سرې میاشتې ټولنې یوه چارواکي تامیر رمضان وویل: "بشري اړتیاوې برابرول د لیبیا د سرې میاشتې له او هان د حکومت له وسه څخه بهر دي. له همدې امله د لیبیا په ختیځ کې، حکومت د نړیوال ملاتړ غوښتنه کړې ده."

نوموړي زیاته کړه چې، د سره صلیب او سرې میاشتې نړیوالې ټولنې هم ددغه طبیعي ناورین په وړاندې د بیړنۍ مالي مرستې غوښتنه کړې ده.