د فرانسې محکمې د فوټبال په ښځینه لوبغاړو د حجاب بندیز تائید کړ 

د فرانسې د اساسي قانون شورا د پنجشنبې په ورځ جون ۲۹ (چنګاښ ۸) د یوې اعلامیې په خپرولو سره د فوټبال په ښځینه لوبغاړو د اسلامي حجاب اغوستلو بندیز تایید کړ.‌

د اساسي قانون شورا په اعلامیې کې راغلي: "ورزشي فدراسیونونه چې دنده یې د عامه خدماتو د ښه فعالیت تضمین کول دي ... کولی شي په سیالیو او ورزشي لوبو کې په خپلو لوبغاړو ناپیلي مقررات پلي کړي، ترڅو د سیالیو ارام ترسره کیدل او د هر ډول شخړو یا ټکر د مخنیوي تضمین وشي."

د فرانسې د اساسي قانون شورا ددغه هېواد د فوټبال فدراسیون هغه مقررات مناسبت بللې دي چې "د یوې لوبې په ترڅ کې د هر ډول نښې نښانې د څرګندولو او یا جامو د اغوستلو چې په ښکاره ډول سیاسي ، فلسفي ، مذهبي تړاو ښیې" پر ضد دي.

بلخوا د "محجبو" په نوم د مسلمانو ښځینه فوټبالرانو یوې ډلې د فرانسې د فوټبال د فدراسیون ددغو مقرراتو پر خلاف مبارزه پیل کړی ده.

په فرانسه کې سیکولریزم یوه حساسه موضوع ده چې د مدافعینو لخوا د دولت د مذهبي بې طرفۍ د تضمین د یوې لارې په توګه او د منتقدینو لخوا د توکمیزو او مذهبي اقلیتونو په ځانګړې توګه د مسلمانانو په وړاندې د یوې وسیلې په توګه کارول کیږي.

د یادې محکمې تر پریکړې مخکې، د فرانسې حکومت ستر حقوقي سلاکار ویلي وو چې ددغه هېواد د فوټبال فدراسیون مقررات د مسلمانو ښځینه فوټبالرانو لپاره غیرموجه دي.‌

خو د فرانسې کورنیو چارو وزیر جیرالډ ډارمانین چې د قانون او نظم یو سخت فعاله دی، د سه شنبې په ورځ وویل: "د ورزشي لوبو پرمهال باید اسلامي جامې (حجاب) وا نه اغوستل شئ ... کله چې تاسو فوټبال کوي نو اړینه نه ده چې تاسو د مخالف لوري په دین او مذهب پوه شئ. "

په ورته وخت د فرانسې یو شمیر نورو سیاستوالو هم د فوټبال په ښځینه لوبغاړو د اسلامي حجاب اغوستلو د بندیز څخه ملاتړ کړی دی.

د ښي اړخې ملي شورا ګوند مشرې مارين لوپېن په یوه ټویټ کې ویلي: "باید په ورزش کې حجاب ته نه وویل شي. موږ به په دې اړه یو قانون تصویب کړو ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې دغه قانون ته درناوی کیږي."

د فرانسې د سپورټ وزیر امیلوډیا کاسټیرا هم د ولسمشر ایمانویل مکرون حکومت ته وړاندیز کړی چې پدې اړه وضاحت ورکړي او دغه بندیز ته دې قانوني بڼه ورکړي.‌