د هاګ محکمې پر اسرائیل د نسل وژنې د مخنیوي امر وکړ خو د اوربند په غوښتنه کې پاتې راغله

لاریون کوونکي او خبریالان د هالنډ په هاګ کې د عدالت نړیوال محکمې مخې ته راټول شوي.

د ملګرو ملتونو د عدالت نړیوالې محکمې د جمعې په ورځ جنوري ۲۶ (سلواغې شپږمه)‎‎ اسرائیل ته امر وکړ چې د فلسطینیانو په خلاف د نسل وژنې د ممکنه عمل مخه ونیسي او ملکي خلک وژغوري، خو دغه محکمه د تمې خلاف د اوربند د حکم په صادرولو کې پاتې راغلې ده.

د عدالت د نړیوالې محکمې مشر جوان ای ډونګو نن د ۱۷ قاضیانو د یو هیئت پریکړه اعلان کړه

پر اسرائیل باندې د نسل وژنې دغه تور جنوبي افریقا لګولی او په اړه یې د هالنډ په هاګ کې د عدالت نړیوالې محکمې ته عریضه کړې وه.

د جنوبي افریقا په عریضه کې، په غزه کې د حماس سره په جګړه کې د اسرائیل پوځي عملیات د نسل وژنې په معنی بلل شوي و او له قاضیانو یې غوښتي و چې اسرائیل ته امر وکړي چې "په سمدستي توګه په غزه کې خپل نظامي عملیات وځنډوي." خو د هاګ محکمې په حکم کې د اوربند غوښتنه نه ده شامله.

د محکمې په حکم کې د اسرائیل له خوا په غزه کې د نسل وژنې د امکان تائید یا رد نه دی څرګند شوی چې سپیناوی یې ښايي کلونه وخت نیسي.

دا مطلب هم ولولئ جنوبي افریقا په غزه کې د "نسل وژنې" په تور د اسرائیل په وړاندې دعوا ثبت کړه 

دې قضیې د اسرائیل غوسه پارولې او په محکمه کې د اسرائیلي وکیل تال بیکر ویلي چې د جنوبي افریقا په عریضه کې "واقعیت او قانوني انځور په ژوره توګه تحریف شوی" دی.

بیکر محکمې ته په اسرائیل کې د حماس د جنګیالیو د اکتوبر د اوومې د برید د انځورونو د ښودلو پر وخت وویل: "که چیرې داسې اعمال ترسره شوي وي چې نسل وژنه وګڼل شي، نو بیا نسل وژنه د اسرائیل په خلاف ترسره شوې ده."

بیکر هغه ادعاوې رد کړې چې د اسرائیل عملیات د غزې عام اتباع په نښه کوي.

هغه وويل، د پوځ موخه یې "د خلکو له منځه وړل نه، بلکې د هغو خلکو ژغورنه ده چې په څو جبهو کې تر بريدونو لاندې دي."

د عدالت نړیوالې محکمې لنډمهالې پریکړې په نړیواله کچه د پلي کېدو حقوقي وړتیا لري.

دا مطلب هم ولولئ بوریل: اسرائیل چې د نفرت کوم زړي کري، نسلونه به ادامه لري 

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې ویاند پیټر سټانو وړاندې ویلي و، چې د ۲۷ هېوادونو ددغې ټولنې دریځ روښانه دی: "موږ د نړیوالې محکمې درناوی کوو او په دې نظر یو چې د نړیوالې محکمې پرېکړو ته باید درناوی وشي. دا د ملګرو ملتونو تر ټولو ستره محکمه ده."

اسرائیل پر غزې خپل پراخ هوايي او ځمکني بریدونه وروسته له هغه پیل کړل چې د اکتوبر په اوومه د حماس اورپکو د په اسرائیل کې د یو بې ساري برید په پایله کې د اسرائیلي مقاماتو په خبره، شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل، او شاوخوا ۲۴۰ نور یې یرغمل کړل.

نتنیاهو ژمنه کړې چې تر هغه به جګړه روانه وي تر څو چې د هغه هیواد د حماس په وړاندې "بشپړ بریا" ترلاسه کړي.

په غزه کې د روغتیا وزارت وايي، د اسرائیل په بریدونو کې له ۲۶ زره زیات کسان وژل شوي چې اکثریت یې ښځې او ماشومان دي او ۶۴ زره نور ټپیان شوي دي. په دغو شمېرو کې د ملکي وګړو او جنګیالیو ترمنځ توپیر نه دی شوی.

د اسرائیل پوځ ادعا کوي چې په غزه کې لږ تر لږه ۹۰۰۰ وژل شوي د حماس وسله وال دي.

د ملګرو ملتونو چارواکو ویلي چې په غزه کې د نفوس څلورمه برخه له لوږې سره مخامخ دي او وېره یې ښودلې چې ډیر نور خلک به د ناروغیو د خپرېدو له امله مړه شي.

د اسرائیل د پوځي عملیاتو په نتیجه کې د غزې د ۲.۳ میلیونه نفوس نږدې ۸۵ سلنه له خپلو کورونو بې ځایه شوي او د غزې ښار او شمالي غزې ډیرې برخې په کنډوالو بدلې شوي دي.