د امریکا او روسیې جګپوړو نظامي چارواکو فنلنډ کې اوږد ملاقات وکړ

د امریکا د متحده ایالتونو او روسیې جګپوړو نظامي چارواکو د چهار شنبې په ورځ سپټمبر ۲۲ (وږې ۳۱) د شپږ نیمو ساعتونو لپاره د فنلنډ په پلازمینه هلسنکي کې ملاقات وکړ.

دا له ۲۰۱۹ میلادي کال وروسته، لومړی ځل دی چې د نړۍ ددغو دوو سترو قدرتونو جګپوړي نظامي چارواکي په داسې حال کې مخامخ ملاقات کوي چې واشنګټن او مسکو له افغانستان څخه په بشپړ ډول د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته په هغه هیواد کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې نویو شرایطو سره ځانونه همغږي کوي.

د امریکا د وسله وال پوځ لوی درستیز جنرال مارک میلي او د روسیې لوی درستیز جنرال والري ګراسیموف معمولا د خپلو لیدونو جزیات نه خپروي او د هغوی اعلامیې یوازې د هغوی د ملاقات جزیات خپاره کړي دي.

امریکایي پوځیانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره د دواړو هیوادونو د پوځي مشرانو اوږده ملاقات ته اشاره کړې خو د هغوی د بحث وړ موضوعاتو په اړه یې جزیات ندي وړاندې کړي. په دې اعلامیه کې یوازې ذکر شوی چې ددغو دوو امریکایي او روسي چارواکو د ملاقات هدف "د عملیاتونو د تنش د رفع او خطرونو د کموالي په اړه وو.‌"

د RAI په نامه روسي خبري آژانس راپور ورکړی چې دا ملاقات د خطراتو پر کمیدو متمرکز وو.

امریکا او روسیه د سوریې په ګډون اکثریت وختونه په نړۍ کې د خپلو نظامي ګټو پر سر د نظر اختلاف لري.

خو دا تر اوسه معلومه نده چې واشنګټن او مسکو به په راتلونکې کې په افغانستان کې څه ډول اقداماتو باندی متمرکز وکړي.

اوسمهال د کانګرس له خوا د امریکا پر حکومت فشار دی څو له ترهګرۍ سره د مبارزې ستراتیژي چمتو کړي او له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته له هغه هیواد څخه امریکا ته د احتمالي خطراتو مخه ونیسي.

د جوبایډن په مشرۍ د امریکا حکومت ویلي چې د افغانستان وضعیت له نږدې څاري او د اړتیا په صورت کې به د القاعده او داعش په شان ترهګرو ډلو په وړاندې اقدام وکړي.

خو دا چې اوس امریکا له افغانستان څخه خپل پوځیان په بشپړ ډول ایستلي‌ دي، واشنګټن د تندلارو ډلو په څارلو کې له مشکلاتو سره مخ شوی دی.

د ۲۰۲۰ کال د فبروري په میاشت کې د قطر په پلازمینه دوحه کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د شوي هوکړې له مخې، طالبانو ژمنه کړیده چې له القاعده سره به خپل روابط بند کړي. خو نړیوالو سازمانونو له هغې ډلې ملګرو ملتونو ویلي دي‌ چې طالبانو پر خپلو تعهداتو عمل ندی کړی او واشنګټن هم په دې اړه خپل موقف په روښانه بیان کړی ندی.

بلخوا د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوټین ویلي دي پکار ده چې مسکو د طالبانو له حکومت سره کار وکړي او له نړیوالو قدرتونو یې غوښتي دي چې د افغانستان کنګل شوې پانګه هغه هیواد ته ورکړي.