د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه: طالبان کمزوري شوي او امکانات یې کم شوي


د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو د ډلې بریدونه "په تدریج سره د کمزوري کیدو په حال کې" دي او دغه ډله د لویو ښارونو د نیولو لپاره منابع نلري.

د انټرفاکس اژانس د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د مطبوعاتو او اطلاعاتو د مرستیال الکساندر ویکنتوف، له قوله د پنجشنبې په ورځ اګست ۵ (زمري ۱۴) لیکلي چې: "طالبان د لویو ښارونو ددې جملې څخه د پلازمېنې کابل د نیولو او ساتلو لپاره لازمې منابع نلري. د هغوی بریدونه په تدریج سره د کمزوري کیدو په حال کې دي."

ښاغلي ویکنتوف د یو شمیر ولسوالیو بیرته نیولو ته په اشارې چې طالبانو تصرف کړې وې زیاته کړې چې ددې ډلې د ولایتونو مرکزونو ته نژدې ددې ډلې فعالیتونه هم د پام وړ دي.

هغه ویلي چې روسیه د افغانستان د سولې د مذاکراتو د غښنلي کولو لپاره خپلو فشارونو ته دوام ورکوي.

د افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د بهیر له پیل وروسته طالبانو خپلو بریدونو ته زور ورکړی او د امریکایي پوځیانو د اټکل له مخې دغې ډلې د افغانستان د نیمایي ولسوالیو مرکزونه نیولي دي او اوس د دریو ولایتونو – کندهارو هلمند او هرات – مرکزونه ګواښي.

د طالبانو دریو قوماندانانو د رویترز خبري اژانس ته ویلي چې د امریکا د هوایي بریدونو د زیاتیدو په غبرګون کې یې خپله ستراتیژي بدله کړې او د ولسوالیو پر ځای یې په ښارونو باندې بریدونو ته مخه کړې ده.

د افغانستان د وسله والو ځواکونو ویاند اجمل عمر شینواری وایي په روانه اونۍ کې په لښکرګاه کې بیړنی حالت اعلان شو او تازه دم ځواکونه هلمند ورسیدل.

هغه د رویترز اژانس ته وویل: "ځانګړي ځواکونه سیمې ته ولیږدول شول. هغوی ښه روحیه لري."

پدې ترڅ کې د هلمند مقاماتو ویلي چې د افغان پوځیانو تهاجمي او تصفیوي عملیات په لښکرګاه کې پیل کړي دي او په هرات کې نښتې لاهم روانې دي.

XS
SM
MD
LG