پر تورخم دروازه لا هم سلګونه لارۍ بندې پاتې دي، مېوې پکې ورستېږي

پاکستان د جولاۍ میاشتې له ۳۱ نېټې څخه له افغانستان څخه دغه هېواد ته د ورتلونکو ډرایورانو لپاره د داخلې لنډمهالي اسناد لازمي وګرځول، چې د چارواکو په وینا تر دامهاله یوازې ۲۰ فیصده ډرایورانو موقتي اسناد جوړ کړي دي.

پر تورخم دروازه دواړو غاړو ته د روانې اګست میاشتې له لومړۍ نېټې راهیسې په تازه مېوو او بوره بار په سلګونه لارۍ د داخلېدو د لنډمهالي اسنادو نه لرلو له کبله ولاړې دي چې د ځینو چلوونکو په وینا په سخته ګرمي ‌کې یې مېوې ورستېږي او بوره یې ویلې کېږي.

په دغه لاریو کې د افغانستان له غاړې خټکي، هندواڼې او انګور او د پاکستان له لوري بوره پکې بار ده.

یاده دې وي چې د پاکستان دولت د تېرې جولاۍ میاشتې له ۳۱مې نېټې څخه له افغانستان څخه دغه هېواد ته د ورتلونکو ډرایورانو لپاره د ننوتلو لنډمهالي اسناد لازمي وګرځول، چې د چارواکو په وینا تر دامهاله یوازې ۲۰ فیصده ډرایورانو موقتي اسناد جوړ کړي دي.

بل پلو په لنډي کوتل کې د اګست پر شپږمه د لاریو مالکانو او ډرایورانو د خبریالانو په مرکز کې یوې خبري غونډې ته وویل، پر تورخم دومره زیات شمېر لارۍ ولاړې دي چې له کبله یې هېڅ یوه موټر پرمخ نه شي تلی: "د تورخم هغې غاړې ته په مالونو بار تر پینځلس سوه زیاتې لارۍ ولاړې دي چې افغانستان او پاکستان ته ځي. نو باید چې دواړه حکومتونه دا ستونزه هواره کړي."

یو افغان شېرین اغا چې موقتي اسناد لري خو پر تورخم د موټرو د ګڼې ګوڼې له کبله بند پاتې دی وايي: "د اګست له دوهمې نېټې دلته په ګڼه ګوڼه کې ګېر شوم نو انګور مې ټول خراب شول."

نوموړی زیاتوي چې یو پاکستانی ډرایور یې لیدلی و، د هغه په لارۍ کې بار ټوله بوره د ګرمۍ له لاسه ویلې شوې ده: "د پاکستان له حکومت څخه غوښتنه کوو چې دلته په تورخم داسې کاونټرې جوړې کړي چې هم دلته یو ډرایور موقتي اسناد واخلي او په خپله مخه ولاړ شي."

په کابل کې د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې مشر خان جان الکوزي امریکا غږ ته وویل، ډرایورانو ته وخت ورکړل شوی وو چې باید دا اسناد جوړ کړي: "تر اوسه نېږدې یونیم زر افغان ډرایورانو ته دا موقتي اسناد اجرا کړل شوي دي او هم دا رنګ تر یو زر زیات پاکستاني ډرایورانو ته موقتي سندونه ورکړل شوي دي."

ښاغلی الکوزی زیاتوي دوی د ټرانسپورټ ټولو شرکتونو ته ویلي ول چې څوک موقتي سند نه لري باید هغوی انګور او نوره سبزي بار نه کړي او هر څوک چې يې په خپل سر باروي دا د دوی خپل مسولیت دی: "نو موږ اوس هم لګیا یو چې ټول افغان ډرایوران موقتي اسناد ترلاسه کړي ځکه چې د دې نه جوړولو هره خوا لوی تاوان دی. "

له خیبر سیمې د پارلمان غړی اقبال اپرېدي د لنډمهالي اسنادو د ستونزې په باب له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل: "موږ وړاندې ورځو کې هم په پارلمان کې غږ پورته کړی وو چې په تورخم دې د سوداګرۍ کاونټرې جوړې کړې شي ځکه چې افغانستان او پاکستان د یوه بل لپاره د سوداګرۍ په ډګر کې یو لوی ارزښت لري او دا دواړه هېوادونه د سوداګرۍ یوه لویه منډۍ ده."

دا له هغې وروسته چې د پاکستان او افغانستان ترمینځ د سوداګرۍ د یوې موافقې ترمخه د روان کال د جون میاشتې پر درېیمه نېټه له افغانستان څخه د کورمې د خرلڅۍ له لارې بار وړونکي لارۍ پاکستان ته د ټي ای ډي موقتي اسنادو په ښودلو پاکستان ته داخل شوي وو.

دا موقتي اسناد د پاکستان او افغانستان لاریو ډرایورانو او کلېنډرانو ته د شپږ میاشتو لپاره ورکول کېږي او په بدل کې ورڅخه سل ډالره فیس اخیستل کیږي.