ایران ۶۵۰ افغان زندانیان افغانستان ته سپارلي

د افغانستان لویه څارنوالي وايي، ایران په تېرو دوو میاشتو کې ۶۵۰ افغان زندانیان دغه هېواد ته سپارلي دي.

افغانستان او ایران له یو بل سره د زندانیانو د تبادلې په برخه کې یو لړ هوکړې لري چې له‌مخې په تېرو درې کلنو کې یو زرو ۲۸۰ افغان زندانیان افغانستان ته انتقال شوي دي.

د افغانستان د لوی څارنوالۍ د زندانونو د څارنې رئیس عزیز احمد سرباز د چهارشنبې په ورځ د «کب پر لومړۍ نېټه» خبریالانو ته وویل چې د ۱۳۹۵ او ۱۳۹۶ کلنو په اوږدو کې ۶۳۰ او د روان کال تر سلواغې میاشتې وروسته ۶۵۰ افغان زندانیان د ایران لخوا افغانستان ته سپارل شوي.

ښاغلي سرباز زیاته کړه چې د دواړو هېوادونو د هوکړو له‌مخې د راتلونکې ۱۳۹۸ کال تر نیمايي پورې به ایران له ۱۵۰۰ څخه تر ۲زرو پورې نور افغان زندانیان چې په هغه هېواد کې د بند شپې ورځې تېروي افغانستان ته وسپاري.

نوموړي زیاته کړه:" د افرادو حقوقي وضعیت تغیر کوي، تغیر دا ډول چې ۲۰ کاله ۱۵کاله او یا هم لس کاله، د افغانستان د قوانینو مطابق تعدیل کېږي، په داسې بند چې د هوکړې او شخص په ګټه وي."

د ښاغلي سرباز په خبره په ایران کې له ۴ څخه تر ۵زره افغان زندانیانو له ډلې چې دوی ته معرفي شوي شااوخوا زرو زندانیانو یې د بېلابېلو دلایلو له‌مخې افغانستان ته له انتقالولو سره مخالفت کړی دی.

پر همدې مهال د افغانستان د لوی څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي وايي چې د دغه زندانیانو لویه برخه هغه زندانیان دي چې د مخدره موادو د قاچاق په تور نیول شوي دي.

هغه وویل:" کوم زندانیان چې له ایران څخه افغانستان ته انتقال شوي دي، د هغوی اکثیرت خوشي شوي دي... د وړاندې شوو شرایطو له‌مخې اول دا چې معلومه شي چې هغه افغان وي، دوهم دا چې رضایت ولري."

پر همدې مهال د افغانستان د کورنیو چار وزارت د زندانونو لوی رئیس جنرال عبدالعلیم کوهستاني امریکا غږ ته وویل چې یو شمېر ایراني‌ زندانیان چې په افغانستان کې بندیان و ایران ته سپارل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې دا مهال د دوو مېرمنو په ګډون ۱۷ ایراني وګړي د افغانستان په زندانونو کې بندیان دي.