ټرمپ د پست له لارې د ټاکنو د رایو پاڼو د استولو سره مخالفت څرګند کړ

د امریکا د ولسمشر ټاکنې به د ۲۰۲۰ د نومبر په درېیمه کیږي

د امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ د دغه هېواد د ۲۰۲۰ د ولسمشرۍ په ټاکنو کې رایه ورکوونکو ته د پست له لارې د انتخاباتي پاڼو د استولو سره یو ځل بیا مخالفت څرګند کړ.

د امریکا په متحدو ایالتونو کې د کروناویروس د پېښو د زیاتېدو سره د را روانو ټاکنو لپاره مقدماتي مبارزې هم پیل شوي دي.

په دغه لړ کې په دې هم بحثونه کیږي چې باید رایه ورکوونکو ته انتخاباتي پاڼې د پست له لارې واستول شي چې په ټاکنو کې برخه واخلي.

د دغې نظریې پلویان وايي چې په دې کار سره به د رایې اچونې په مرکزونو کې د ګڼې ګوڼې او د کروناویروس د خپرېدو مخه ونیول شي.

خو ولسمشر ټرمپ دا نظر نه مني. هغه د دوشنبې په ورځ جون ۲۲ (چنګاښ۲) په خپل ټویټر کې ولیکل: "بهرني هېوادونه او نور به میلیونونه انتخاباتي پاڼې چاپ کړي."

ښاغلي ټرمب خبرداری ورکړی چې د پست له لارې ټاکنې به "زموږ د وخت یوه رسوايي"وي.

ښاغلي ټرمپ تر دې مخکې ویلي وو که د پست له لارې انتخاباتي پاڼې واستول شي، د رایو صندوقونه به غلا، جعلي پاڼې به چاپ او تقلبي امضاګانې به پرې وشي.

د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشرۍ ټاکنې به د روان کال دنومبر په درېیمه نېټه کیږي. د ولسمشر ټرمپ لوی انتخاباتي سیال به د دموکرات ګوند نوماند جوبایډن وي.

ولسمشر ټرمپ داسې مهال د پست له لارې د انتخاباتي پاڼو له استولو سره مخالفت څرګندوي چې د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس د کرونا ویروس تر دې دمه په امریکا کې نژدې ۱۲۰زره کسان مړه کړي او څه باندې ۲.۲ میلیون نور پرې اخته دي.

دا ویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي په ایالت کې خپور شو او دا مهال د نړۍ په ۱۸۸هېوادونو او سیمو کې ۸.۹ میلیون خلک په دغه ویروس اخته دي او شاوخوا ۴۶۸زره نور یې مړه کړي دي.