د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس دونالد ټرمپ د پنجشنبې په ورځ ناوخته د خبرو لپاره د شمالي کوریا د مشر د بلنې هرکلی وکړ او وویل چې دغه بلنه یې منلې ده.
ښاغلي ټرمپ په خپلې ټویټر پاڼې کې لیکلي دي چې "کیم جونگ-اون د جنوبي کوریا د استازي سره په خبرو کې د غیر اټومي کیدو په هکله څرگندونې کړي نه داچې هغه کنگل شي. په دغه موده کې به همداشان د شمالي کوریا له لورې میزایل نه امازیل کیږي. لویه پرمختیا روانه ده، خو بندیزونه به تر هغه دوام وکړي چې موافقه ترلاسه شي. لیدنه کتنه د طرحې په حال کې ده."
Kim Jong Un talked about denuclearization with the South Korean Representatives, not just a freeze. Also, no missile testing by North Korea during this period of time. Great progress being made but sanctions will remain until an agreement is reached. Meeting being planned!
— Donald J. Trump (@realDonaldTrump) March 9, 2018
ښاغلي ټرمپ دغه ټویټري پیغام وروسته له هغې خپور کړ چې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت ټیم شمالي کوریا ته د جنوبي کوریا د جمهور رئیس د استول شوي استازي چونگ ایویی-یونگ، سره وکتل. د جنوبي کوریا د ملي امنیت رئیس د شمالي کوریا د مشر سره د خپلو خبرو جزییات جمهور رئیس ټرمپ ته وړاندې کړل.
چونگ ایویی-یونگ وویل چې د شمالي کوریا مشر د هغه سره په لیدنه کتنه کې ویلي دي چې که د دونالد ټرمپ سره وکتلای شي، ښایي یوې عمده نتیجې ته ورسیږي.
جمهور رئیس ټرمپ ته شمالي کوریا ته د تگ بلنه په داسې حال کې ورکول کیږي چې د واشنگټن او پیونگ یانگ اړیکې په دې وروستیو میاشتو کې ډیرې کړکیچنې شوې دي.
شمالي کوریا په ٢٠١٧ کال کې څو ځلې خپل بالیستیک میزایل و ازمایل او په مستقیمه توگه یې گواښ وکړ چې متحده ایالات به په نښه کړي. امریکا هم شمالي کوریا په پوځي اقداماتو وگواښله او په عین وخت کې یې پر هغه هیواد باندې بندیزونه نور هم سخت کړل.
خو په جنوبي کوریا کې د ژمني المپیک د لوبو د جوړیدو پر وخت د جنوبي کوریا او شمالي کوریا او همداشان د شمالي کوریا او د امریکا د متحده ایالاتو ترمنځ د کړکیچ د راکمولو لپاره هڅې وشوې.
د ژمني المپیک د لوبو د پرانستلو او د پای په مراسمو کې د متحده ایالاتو او شمالي کوریا لوړپوړي چارواکي سره نژدې کښیناستل او همداشان د شمالي کوریا د مشر خور د جنوبي کوریا د جمهور رئیس سره روغبړ هم وکړ.
تیره اونۍ د جنوبي کوریا له لورې یوه ډلې پیونگ یانگ ته سفر وکړ او د شمالي کوریا له مشرتابه سره یې وکتل.
د جنوبي کوریا جمهور رئیس له دې کبله چې جمهور رئیس ټرمپ د هغه د شمالي گاونډي بلنه منلې ده، هرکلی وکړ.
د جمعې په ورځ د جنوبي کوریا جمهور رئیس مون جا-این، د یوې اعلامیې په خپرولو سره اعلان وکړ چې د امریکا د متحده ایالاتو د جمهور رئیس اقدام چې د شمالي کوریا د مشر بلنه یې منلې د ستاینې وړ ده.