د لاس رسي وړ اتصالات

د ژمني اولمپیک لوبې ختمې شوې، ایوانکا هم ورغلې وه


 مینه والو د کوریا گانو دهاکي د گډې لوبډلې ډیره ستاینه وکړله؛ د فبروري ٢٠ مه ٢٠١٨ کال
مینه والو د کوریا گانو دهاکي د گډې لوبډلې ډیره ستاینه وکړله؛ د فبروري ٢٠ مه ٢٠١٨ کال

د متحده ایالاتو د ولسمشر ډانلډ ټرمپ لور، ایوانکا ټرمپ هم جنوبي کوریا ته ورغلې وه او په پیونگ چنگ کې ېې د المپیک لوبو د ختمیدو په مراسمو کې ګډون وکړ.

په جنوبي کوریا کې د ژمني المپیک لوبو د پای مراسم ترسره شول. د المپیک لوبې، د پیل راهیسي د نړیوالو سیاستونو تر سیورې لاندې وې.

د دواړو کوریاگانو د یوه مشترک ټیم د جوړولو پریکړې، د کوریا په شمول د نړۍ پام ځانته اړولی و. او د لوبو په جریان کې د امریکا او شمالي کوریا د استازو ترمینځ د لیدو کتو هڅې هم وشوې.

دوهمه لویه موضوع د روسیې په ورزشکارانو باندې د دوپنگ یا داسې دوا د کارولو له امله بندیز و چې ددوی فعالیت زیات کاندي.

دروسېې ورزشکارانو د المپیک د پای په مراسمو کې گډون وکړ خو د روسیې د بیرغ د رپولو اجازه یې نه لرله.

د ژمني المپیک دلوبو پای
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:23 0:00

د جنوبي کوریا په پیونگ چانگ کې د المپیک ژمنيو لوبو ١٧ ورځې دوام وکړ. په دې لوبو کې درې زرو ورزشکارانو گډون وکړ.

د پیونگ چانگ په ژمنیو لوبو کې ناروې په بیلابیلو برخو کې د ٣٩ مډالونو په گټلو لومړی مقامحاصل کړ.متحده ایالاتو د ٢٣ مډالونو په گټلوسره څلورم مقام وگاټه. خو د یخ پر سر د هاکي لوبه چې د اولمپیک تر ټولو مهمه لوبه وه، د روسېې د ورزشکارانو لوبډلې وگټله.

XS
SM
MD
LG