ټرمپ خپل یو پخوانی سلاکار له بندي کیدو بچ کړ

محکمې ښاغلي سټون ته باندې درې کاله بند سزا ورکړې وه خو ولسمشر ټرمپ هغه ازاد کړ

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ خپل یو پخوانی سلاکار او ملګری راجر سټون ته معافیت ورکړ او له بندي کیدو یې راوګرځاوه.

محکمې څه موده مخکې ښاغلی سټون په ۲۰۱۶ کې د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د روسیې د مداخلې په اړه د درواغ ویلو له کبله په دریو کلونو او څلورو میاشتو بند محکوم کړی و.

د سپینې ماڼۍ اعلامیه وایي: "راجر وار د مخه ډېر ځورېدلی دی او د ډېرو نورو قضیو په څېر، له هغه سره مناسب چلند نه دی شوی. راجر سټون اوس یو ازاد سړی دی! "

د ولسمشر ټرمپ‌ په دغې پرېکړې سره ښاغلی راجر له زندان څخه را وګرځول شو خو په حقوقي لحاظ هغه له "جرم" څخه پاک شوی نه دی.

ښاغلی راجر د ولسمشر نژدې ملګری او د څو کلونو سلاکار و. هغه څه موده مخکې په خپل انستاګرام کې ویلي وو د کروناویروس په دوران کې که زندان ته ولاړ، ژوند به یې له خطر سره مخامخ شي.

ولسمشر ټرمپ هم د هغه په اړه په خپل ټویټر کې لیکلي وو چې دا پرېکړه " باید ایسته وغورځول شي. " ښاغلي ټرمپ راجر سټون ته لومړنۍ سزا چې اوه کاله او نهه میاشتې وه، هم " ظلم او ډېره نامناسبه" بللې وه.

د ولسمشر ټرمپ دغه ټویټ د امریکا لوی څارنوال ویلیم بار اړ کړ چې دغې قضیې ته بیا کتنه وکړي.

هغه څو میاشتې مخکې ویلي وو چې د ولسمشر د تبصرو له کبله هغه ته سخته ده چې خپله دنده مخ ته یوسي.

لوی څارنوال د راجر سټون سزا کمه کړه خو د ولسمشر ټرمپ په څرګندونو یې خبرې ونکړې.

په واشنګټن ډي سي کې یو منصفه پلاوي په ۲۰۱۹ کې راجر سټون د کانګرس د تحقیقاتو د مخنیوي په تور په اوو جرمونو، کانګرس ته په پنځو ځلو درواغ ویلو او له یو شاهد سره د بد چلند له کبله محکوم کړی و.

خو هغه دا ټول تورونه رد کړي وو او ویلي وو چې دا سیاسي انګیزه لري.