ټرمپ د بیړني حالت پر وړاندې محکمې ته عریضې وغندلې

د امریکا د متحدو ایالتونو جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ د ملي بیړني حالت د اعلان پر وړاندې د یو شمیر ایالتونو عریضې او دعوا غندلې ده.

ډانلډ ټرمپ په خپل ټویټر پاڼه کې عریضه کول وغندل او دیموکراتان یې ملامت وبلل:" موږ بشپړ حق لرو چې دا کار وکړو. زه د ملي بیړني حالت د اعلان بشپړ حق لرم. موږ پیاوړي سرحدات غواړو."

د امریکا ۱۶ ایالتونو له مکسیکو سره په سرحد کې د دیوال د جوړیدو په اړه د جمهور رئیس له خوا د بیړني حالت په غبرګون کې محکمې ته عریضه کړې ده.

په دې عریضو کې داسې هڅه کیږي چې د محکمې له پریکړې سره سم جمهور رئیس په جنوبي سرحد کې د دیوال له جوړیدو منع شي.

د کالیفرونیا لوی څارنوال ژاور بیسیرا وايي" جمهور رئیس دا صلاحیت نلري چې بیځایه عمل وکړي او د څه باندې ۲۴۰ کلونو د دیموکراسي قدرت داسې وکاروي چې هیڅ وخت ندی کارول شوی."

په داسې حال کې چې د امریکا سرحدي ځواکونو د روانې میلادي میاشتې له لومړیو څخه له مکسیکو سره ددې هیواد په سرحد کې پوځي مانورې پیل کړي، د مرکزي امریکا په زرګونه کډوال په امریکا کې د پناه اخیستلو هڅه کوي.

جمهور رئیس تیره اوونۍ هغه مهال ملي بیړنی حالت اعلان کړ چې کانګرس د هغه د کمپاین مهمې ژمنې ته چې په جنوبي سرحد کې د دیوال جوړیدل دي، بودیجه رد کړه.

په کانګرس کې دیموکراتان هم په دې فکر کوي چې د جمهور رئیس د بیړني حالت د اعلان پر وړاندې عریضه وکړي او له دې سره ممکن جمهور رئیس د دیوال د جوړیدو لپاره د خپلو ژمنو په پوره کیدو کې له نورو مشکلاتو سره مخ شي.

د ۱۶ ایالتونو تر څنګ یو شمیر غیر انتفاعي سازمانونو هم د جمهور رئیس له بیړني حالت سره مخالفت کړی دی او یو شمیر کارپوهان وايي ددې قضیې بشپړ هواری ممکن میاشتې او یا هم کلونه وخت ونیسي.

Your browser doesn’t support HTML5

د ټرمپ بیړنی حالت