د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر ټرمپ: دیوال به ووهل شي یا په یوه او یا په بله لاره


ولسمشر ډانلډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې په یوه غونډه کې وینا کوي، د جنوري، ٣١- مه ٢٠١٩ م کال.
ولسمشر ډانلډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې په یوه غونډه کې وینا کوي، د جنوري، ٣١- مه ٢٠١٩ م کال.

خو دولسي جرگې دموکراته مشره نانسي پیلوسي وايي په قانون کې به ددیوال وهلو لپاره پېسې نه وي. دابه ترجمعی پورې معلومه شي چی څه کېږي.

دامریکا حکومت د جمعی د ورځی له وروستی نیټی سره مخامخ دی چې که د ددموکراتانو او جمهوری غوښتونکیو د گډې کمیېټی له خوانه دسرحدی امنیت پربودجه موافقه ونشی نو کیدی شی حکومت بیا بند شی . تردې مخکی حکومت په همدې مسله په بې سابقی ډول د پنځه دیرش ورځو لپاره بندو.

ولسمشر ډانلډ ټرمپ نن په داسی وخت کې دتکزاس ایالت دالپاسو سرحد ی ښارته ځي چی ددیوال وهلو لپاره په خپله غوښتنه ټینگار وکړي. دده په باور دیوال به له مکسیکو نه په غېرقانونی ډول د کډوالو د راتللو مخه ونیسی.

بیړنی حالت او کاربندي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:37 0:00

په دې ترڅ کې دا پوښتنه هم مطرح ده چی ددیوال وهلو لپاره د بیړنی حالت داعلان گواښ شوېدی خو د بیړنی حالت اعلان څومره قانوني بڼه او جوازلري.

په دې کې شک نشته چې ولسمشر د بیړني حالت د اعلان صلاحیت لري، خو یوه مهمه مسله پکې داده چی پکارده د یوې ملي فاجعی په څیر ناڅاپه او خیم حالت وي څوولسمشرملي بیړنی حالت اعلان کړي.

د جورج واشنگټن په پوهنتون کې د قانون استاد پال شېف برمن وايی".. یوه رېښتونی فاجعه کیدلی شي چېیوه طبیعی غمیزه وي یا بهرنی یرغل وي. پهدغه راز ناوړه حآلت کې ددې ضرورت پېښېږي چی ولسمشر په زغرده د بیړنی حالت له صلاحیت او قدرت نه کار واخلی او بیړنی حالت اعلان کړي؛ ځکه په داسی حالت کې ډیر وخت نه وی چی کانگرس پکې مداخله وکړي"

خوله بل پلوه سیاسي څارونکی وايي چې د امریکا د سرحدي امنیت پرستونزو له څوکلونو راهیسی بحث روان دی.

دبروکنگز سیاسی تحلیل کوونکی جان هوډاک وايي دی له همدې ا مله فکرمن دی چې ښايي ډیرامریکایان ورته د شک په نظر گوري او ووايی چې دولسمشر د دورې له اول وخت نه تراوسه پورې څه پېښ شول چې داسې کلک بیړنی حالت اعلانوي."

XS
SM
MD
LG