ټرمپ او سناتور کورکر په ټویټر کې له یو بل سره لانجه وکړه

دواړو په ټویټر کې پر یو بل سخت انتقادونه کړي دي

ولسمشر دونالد ټرمپ دا وارې د متحدو ایالتونو د تینیسي له سناتور سره په شخړه کې کیوتی او په ټویټر کې یې پریو بل سخت انتقادونه کړي دي.

ولسمشر ټرمپ لیکلي چې په تنیسي کې یې د سنا په انتخاباتو کې د باب کورکر ننګه ونکړه. ښاغلي ټرمپ په بل ټویټ کې لیکلي چې کورکر غوښتل د بهرنیو چارو وزیر شي، خو وايي ما ورته وویل، مننه. ښاغلي ټرمپ ویلي چې کورکر له ایران سره په اتومي تړون کې هم مسول بلل کیږي.

د امریکا په سنا کې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر باب کورکر د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ولسمشر ټرمپ کلک پلوی و، خو اوس داسې ښکاري چې د دوې ترمنځ ورځ تربلې روابط خرابیږي.

هغه د ښاغلي ټرمپ د خبرو په ځواب کې په خپل ټویټر کې لیکلي دي له بده مرغه چې سپینه ماڼۍ د زړو خلکو په پالن ځای بدله شوې ده.

نیویارک ټایمز وايي ښاغلي کورکر په دې باور دی چې ولسمشر ټرمپ خپله دنده یوه تلویزوني خپرونه ګڼي او په خبره یې امریکا یې د درېمې نړیوالې جګړې لارې ته برابره کړې ده.

هغه نیویارک ټایمز ته وویل سږکال یې څلور وارې له ولسمشر ټرمپ سره لیدلي او هغه هڅولی دی چې د سنا انتخاباتو ته ودریږي، خو وايي نه پوهیږي چې هغه ولې داسې خبرې چې حقیقت نلري په ټویټ کې خپروي.

ولسمشر ټرمپ ښايي د نړۍ لومړنۍ ولسمشر وي چې په ټولنیزو رسنیو په خاص ډول ټویټر کې ډېر فعال دی،هغه وخت ناوخت پر خپلو رقیبانو او سیالانو د ټویټر له لارې بریدونه کوي.