ټرمپ د مکسیکو په پوله د دیوال جوړولو لپاره بېړنی حالت اعلان کړ

ولسمشر ټرمپ د جمعې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د بېړني حالت د اعلانولو پر وخت

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د مکسیکو سره په پوله د سرحدي دیوال د جوړولو لپاره ملي بېړنی حالت اعلان کړی دی.

ښاغلي ټرمپ د جمعې په ورځ (فبرورۍ ١٥) وویل "عزم لرم چې زمونږ په جنوبي سرحد کې د کړکیچ په وړاندې مقابله وکړم. د امریکا متحده ایالاتو ته واردیدونکو مخدره توکیو زیاته برخه د جنوبي سرحدونو څخه راځي. باید د امریکا په جنوبي سرحدونو کې ملي امنیت ته پام وشي."

سپینې ماڼۍ د امریکا د جنوبي پولې د امنیت د ټینگولو لپاره له کانگرس نه ٥،٧ ملیارده ډالرغوښتي وو او په دی اړوند یې پر کانگرس باندې د فشار راوړلو په خاطر د امریکا د فدرالي حکومت ځینې برخې د څه دپاسه یوې میاشتې لپاره تړلې وې.

پداسې حال کې چې کانگرس د ولسمشر ټرمپ غوښتنه نده منلې د بېړني حالت اعلان ښاغلي ټرمپ ته ددې اجازه ورکوي چې د اړتیا وړ پیسې د نورو منابعو نه ترلاسه کړي. په کاننګریس د دیموکرات ګوند مشرانو ویلي دي چې "ټرمپ ته به اجازه ورنکړي چې د اساسي قانون خلاف عمل وکړي."

د قانون له مخې ولسمشر پدې ډول شرایطو کې باید کانگرس ته وضاحت ورکړي چې پیسې له کومو منابعو نه ترلاسه کوي خو ددې کار لپاره د کانگرس تائید ته اړتیا نلري.

د مکسیکو په پوله د دیوال کول د ولسمشر ټرمپ انتخاباتي کمپاین و چې کانگرس ورسره سخت مخالفت وکړ.

رسنیودمخهرپوټ ورکړی و چې د امریکا د کانگرس مخکښو غړو موافقه کړې ده چې د دولت د ادارو د بیا بندولو مخنیوی وشي او ددې موافقې له مخې سرحدي دیوال ته ١،۴ میلیارد ډالره ځانگړي شوي دي.