ټرمپ د ناقانونه مهاجرو ماشومانو ته د امریکا تابعیت نه ورکوي

د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ په پام کې لري چې د یو اجرایي فرمان په صادرولو سره هغو ماشومانو ته د امریکا د تابعت ورکول بند کړي چې ناقانونه مهاجرې میندې یې په امریکا کې زیږوي.

ددې ډول یو فرمان لاس لیک کول په تیرو دریو کلونو کې د مهاجرینو او هغو کسانو پر ضد چې په غیر قانوني توگه په امریکا کې اوسیږي د امریکا د متحده ایالاتو د جمهور رئیس دونالد ټرمپ تر ټولو جدي اقدام دی.

د واشنگټن پوست ورځپاڼې رپوټ ورکړې چې حقوق پوهان د ښاغلي ټرمپ دغه اقدام د امریکا د اساسي قانون خلاف عمل بولي.

جمهور رئیس ټرمپ د اچ بي او تلویزیوني شبکې سره په مرکه کې ویلي چې د خپلو حقوقي مشاورینو سره یې پدې هکله مشوره کړې او د یو اجرایي فرمان په صادرولو سره "چې کار پرې روان دی" کیدای شي د هغو مهاجرو والدینو ماشومانو ته د امریکا د تابعیت ورکولو مخه ونیول شي چې په ناقانونه توگه په امریکا اوسیږي.

پدې کې شک نشته چې دغه اقدام به د امریکا د اساسي قانون د څوارلسم تعدیل په اړه پراخ بحثونه رامنځ ته کړي چې په ١٨٦٨ کې تصویب شوی دی.

د امریکا د اساسي قانون د څوارلسم تعدیل په اساس "ټول هغه کسان چې په متحده ایالاتو کې زیږیدلي یا یې هم تابعیت اخیستی او ددې هیواد د قضایي حوزې تر فرمان لاندې دي، هر چیرته چې اوسیږي د امریکا د متحده ایالاتو اتباع گڼل کیږي".

ښاغلي ټرمپ د دوشنبې په ورځ د اچ بي او تلویزیوني شبکې سره په مرکه کې وویل چې امریکا د نړۍ یواځنی هیواد دی چې د یو مهاجر تازه زیږیدلي ماشوم ته تابعیت ورکوي.

پداسې حال کې چې د واشنگټن پوست ورځپاڼې د رپوټ له مخې د کاناډا او مکسیکو په گډون د نړۍ ٣٣ هر هغه چا ته چې ددې هیوادونو په قلمرو کې وزیږي د تابعیت حق ورکوي.

د امریکا په متحده ایالاتو کې د مهاجرینو او غیر قانوني پناه غوښتونکو د شمیر اټکل مشکل کار دی ځکه چې دوی په هیڅ اداره کې نه ثبتیږي، خو بیا هم د امریکا د کورني امنیت وزارت په ٢٠١٥ کال کې پدې هیواد کې د غیر قانوني مهاجرینو شمیر شاوخوا ١١ میلیونه اعلان کړی و.

اکثر هغه مهاجر چې په غیر قانوني توگه د امریکا په متحده ایالاتو کې اوسیږي د مکسیکو، مرکزي امریکا او لاتینې امریکا اوسیدونکي دي.