ټرمپ: د اوکراین جګړې پای ته رسولو لپاره موافقې ته نږدې شوی یم

د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ وایي په اوکراین کې د جګړې پای ته رسولو لپاره د روسیې او اوکراین سره موافقې ته نږدې شوی خو لا یې هم د موافقې جزیات ندي په ډاګه کړي.

ښاغلي ټرمپ دوشنبه فبروري ۲۴ ( کب شپږمه) په سپینې ماڼۍ کې د فرانسې د جمهور رئیس ایمانیول مکرون سره په ملاقات کې وویل چې د اوکراین او روسیې د چارواکو تر منځ بې باوري موجوده ده او له همدې کبله یې خپل نقش مهم وباله.

که له یوې خوا جمهور رئیس ټرمپ له اروپایي هیوادونو غواړي چې د اوکراین سره په نظامي او اقتصادي مرستو کې ډیره ونډه واخلي بل پلو بیا فرانسه د مسکو په مقابل کې د ضمانت غوښتنه کوي.

د امریکا جمهور رئیس وویل چې د اوکراین سره په موافقې کې به ددې هیواد نادره معدني موادو ته د واشنګټن لاسرسی هم شامل وي او اشاره یې درلوده چې ښایي د اوکراین د جمهور رئیس سره راتلونکې اوونۍ موافقه لاسلیک کاندي.

ښاغلي ټرمپ وویل، " د دواړو اړخونو تر منځ ډیره بې باوره شته ده، نو ښه ده چې زه اوس دلته یم. زه فکر کوم چې دا د روسیې په ګټه ده چې موافقه وکړي".

سره لدې چې د امریکا جمهور رئیس ونه ویل د روسیې د جمهور رئیس ولادمیر پوتین سره یې په څه شي خبرې کړي خو په خبري کنفرانس کې یې وویل چې ښاغلی پوتین هم موافقه کول غواړي.

ټرمپ زیاته کړه، " زه یقیناً باور لرم چې هغه ( پوتین) موافقه غواړي. زه ښایي غلط اوسم خو زه باور لرم چې هغه موافقه کول غواړي".

خو د فرانسې جمهور رئیس بیا په خبري کنفرانس کې خبرداری ورکړ چې په مسکو باور نشي کیدی.

ښاغلي مکرون زیاته کړه، "راځئ یو څه په لومړي سر کې وکړو چې ارزیابي کیدی، کتل کیدی او تصدیق کیدی شي او ډاډ تر لاسه کړو چې په لنډ مهال کې کافي ضمانتونه ولرو".

د فرانسي مشر وړاندې وویل چې ډیر شمیر اروپایي هیوادونه برخه لرل غواړي خو تر څنګ یې دا هم وویل چې د امنیتي ضمانتونو باندې د اعتبار لپاره د متحده ایالاتو ملاتړ ته اړتیا لري.

کارپوهان پدې باور دي چې ښایي د اوکراین او روسیې تر منځ د سولې ساتلو لپاره به د اروپا سوله ساتونکو ځواکونو په ځای پر ځای کیدو موافقه شوې وي خو تر اوسه په رسمي توګه پدې هکله څه ندي ویل شوي.

په عین حال کې د اوکراین جمهور رئیس ولادمیر زیلینسکي د واشنګټن په نشق ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د دواړو هیوادونو ټیمونه په اقتصادي موافقې په ګډه کار کوي.

ښاغلي زیلینسکي د امریکا مشر ته په خطاب کې وویل، " جمهور رئیس ټرمپ، مونږ یقیناً غواړو له تاسو واورو، ځکه چې زمونږ ولس او زمونږ کورنۍ ډیرې اندیښمنې دي: آیا د امریکا ملاتړ به وي؟ آیا امریکا به د آزادې نړۍ رهبره وي؟ او زه غواړم صادقانه او ډیره صادقانه ووایم، چې په عموم کې د ژوند لپاره د امریکا ملاتړ مهم دی، د امریکا مرستې دې پاتې شي".

خو بل پلو بیا نه یوازې اوکراین بلکۍ د نړۍ مشران لري چې په سعودي عربستان کې د روسیې او امریکایي چارواکو سره په مهمو خبرو کې اوکراین ته برخه نه وه ورکړل شوې.

ها خوا د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین ویلي چې لا د اوکراین د جګړې په هکله په ځانګړې توګه خبرې ندي شوي. پوتین وویل چې د متحده ایالاتو د جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ سره په ټیلیفوني خبرو او سعودي عربستان په ملاقات کې د اوکراین کړکیچ اړوندو موضوعاتو باندې خبرې شوي او تر څنګ یې پدې خبرو کې د اروپایي هیوادونو ګډون ندی رد کړی.

د ۲۰۲۲ کال د فبروري میاشتې راهیسې چې روسیې په ګاونډي هیواد اوکراین یرغل کړی، د کیف سره تر ټولې ډیرې مرستې واشنګټن کړیدي.

د نړیوال اقتصاد لپاره د جرمني کایل انسټیټیوټ ویلي چې متحده ایالاتو پدې تیرو دریو کالونو کې چې د روسیې – اوکراین جګړه پیل شوې، امریکا د کیف سره د ۱۲۸ میلیارده ډالرو په ارزښت نظامي او بشري مرستې کړیدي پداسې حال کې چې ټولو اروپایي هیوادونو په همدې مودې کې اوکراین ته یوازې ۱۲۴ میلیارده ډالر د مرستې په توګه ورکړي.