د لاس رسي وړ اتصالات

زیلینسکي: چمتو یم په ناټو کې اوکراین ته غړیتوب ورکولو په بدل کې استعفا وکړم


د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د یکشنبې په ورځ، فبروري ۲۳ (کب پنځم) د روسیې د یرغل د درېیم تلین په درشل کې وویل حاضر دی چې په ناټو کې د اوکراین د غړیتوب په بدل کې له خپلې ولسمشرۍ لاس په سر شي.

زیلینسکي چې د متحده ایالاتو د نوې ادارې له سختو انتقادونو سره مخ دی وویل،‌ غواړي چې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین څخه وړاندې د متحده ایالاتو له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وګوري.

زیلینسکي‌ له اوږدې مودې راهیسې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب غواړي او اوس یې خپله دا غوښتنه د جګړې د پای ته رسولو د معاملې د یوې برخې په توګه وړاندیز کړې ده خو د واشنګټن په مشرۍ دغه ایتلاف د هغه غوښتنې ته لیوالتیا نه ده ښودلې.

زیلینسکي په یو خبري کنفرانس کې وویل:‌ "که په اوکراین کې سوله وي او په رښتیا غواړئ چې زه له دې څوکې ګوښه شم،‌ زه حاضر یم...کولی شم چې دا (ولسمشرۍ) له ناټو سره بدل کړم". هغه زیاته کړه که اړتیا وي نو "ژر" به له ولسمشرۍ لاس په سر شي.

دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې د متحده ایالاتو ولسمشر تېره اونۍ څو ځلې پر زیلینسکي انتقاد وکړ او هغه یې پر اوکراین باندې د روسیې په برید کې مسول او له "انتخاب پرته دیکتاتور" وباله.

د اوکراین ولسمشر وویل چې د ټرمپ په څرګندونو "خپه" شوی نه دی او چمتو دی چې په اوکراین کې د پوځي حکومت په پای ته رسېدلو سره په ټاکنو کې خپل محبوبیت وازمايي.

هغه زیاته کړه:‌ "د دیکتاتور په ویلو د هغه کس سپکاوی کېږي چې دیکتاتور وي."

زیلینسکي وویل:‌ "زه له ټرمپ څخه د یو بل د درک کولو غوښتنه کوم" او زیاته یې کړه چې د امریکا د ولسمشر "امنیتي ضمانتونه" ورته "ډېر د اړتیا وړ" دي.

د اوکراین مشر همداشان وویل چې د اوکراین حیاتي منابعو ته د متحده ایالاتو د لاسرسي په اړه توافق پرمختګونه شوي او له همدې کبله غواړي چې نوموړی لومړی له ټرمپ سره وویني.

په همدې حال کې کرملین نن د ډونالډ ټرمپ او ولادیمیر پوټين ترمنځ خبرې "هیله بښونکې" وبللې او ژمنه یې وکړه چې د اوکراین په ختیځ کې نیول شوې سیمې به هېڅ کله بېرته ورنکړي.

ډونالډ ټرمپ د تېرې جنوري میاشتې په لومړیو کې خپله نوې پالیسې اعلان کړه او په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو په اړه یې له پوټین سره خبرې وکړې. مسکو له دغو خبرو څخه هرکلی کړی دی.

ورپسې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مارک روبیو په سعودي عربستان کې له خپل روسي سیال سرګي لاورووف سره ولیدل او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر بېرته ښه کېدو او د احتمالي اوربند پر سر د مذاکراتو د پلېدو په اړه یې خبرې وکړې. اوکراین او اروپايي هېوادونو په دغو خبرو کې ګډون نه درلود.

د اروپايي هېوادونو یو شمېر مشرانو اندېښنه ښودلې ده چې د اوکراین د جنګ د پای ته رسولو لپاره واشنګټن مسکو ته ډېر امتیازات ورنکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG