د امریکا د متحدو ایالتونو د ګانګرس کمېټې، چې د کانګرس په ودانۍ باندې د یرغل په اړه تحقیقات کوي، د رایو په اکثریت سره د مخکني ولسمشر دونالډ ټرمپ د احضار کولو پرېکړه وکړه.
دوی وايي چې ښاغلی ټرمپ دې د ۲۰۲۰ کال په ټاکنو کې له ماتې وروسته د ګانګرس په ودانۍ باندې د یرغل او په واک کې د خپلې بقا په اړه ګواهي ورکړي.
د دغې کمېټې مشر بیني تامسن وویل: «باید په دې اړه له دونالډ ټرمپ څخه واورو... ټرمپ باید د خپلو اعمالو په اړه ځواب ووايي.»
د دغې کمېټې مرستیالې لز چیني ویلي دي چې پلټونکی پلاوی باید د کانګرس د دغه برید د کلیدي لوبغاړو شاهدي وویني ځکه چې د هغې په خبره د ښاغلي ټرمپ بېلابېلو همکارانو د کمېټې پوښتنې ته ځواب نه دی ورکړی.
دا کمېټه نهه غړي لري او ټولو یې د مخکني ولسمشر ټرمپ د احضار کولو په پلوۍ رایه ورکړه. دا بهیر په تلویزون کې ژوندی ښودل کېده.
د ښاغلي ټرمپ ویاند تیلر بدویچ وویل چې هغه به د دغې کمېټې د خبرو څخه ونه وېرېږي. هغه د ښاغلي ټرمپ د احضارولو په اړه رایه اچونه «غیر امریکايي» اقدامه وګاڼه.
دا کمېټه پلټنه کوي چې د ۲۰۲۱ د جنورۍ په شپږمه د ګانګرس په ودانۍ باندې د برید په مهال څه پېښ شوي او کومو کسانو په کې لاس لره.
دموکرات استازي ټېنګار کوي کله چې ګانګرس په ټاکنو کې د ولسمشر جوبایډن بری تایدوه، مخکني ولسمشر د کانګرس ودانۍ ته نژدې خپلو پلویانو ته په خبرو کې هغوی «په ګانګرس باندې برید ته» هڅولي وو. په دغې پېښې کې اووه تنه، چې یو یې پولیس و، ووژل شول او لسګونه نور ژوبل شول.
دې کمېټې تر دې دمه نژدې ۱۰۰ احضارونه صادر کړي او د ښاغلي ټرمپ د زوی ټرمپ جونیر، لور ایوانکا ټرمپ او زوم یې جرد کوشنر په ګډون له شاوخوا ۱۰۰۰ کسانو سره خبرې کړې دي.
کمېټې همدغه راز د سپینۍ ماڼۍ د رسمي تصویرونو، پیغامونو او ایمیلیونو په ګډون څه باندې ۱۰۰زره سندونه راټول کړي چې دا پېښه په دقیق ډول وڅېړل شي. اوس غواړي په خپله یې له ښاغلي ټرمپ څخه هم واوروي.