د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ جنوري ۳۰ (سلواغه۱۱) ټېنګار وکړ چې مصر او اردن به د غزې بې ځایه شوي ومني.
د ټرمپ تر دغو څرګندونو یوه ورځ مخکې د مصر د ولسمشر عبدالفتاح السیسي او د اردن باچا دویم عبدالله د غزې د خلکو جبري بې ځایه کول رد کړل.
په سپینې ماڼۍ کې د یو خبري کنفرانس په مهال له ټرمپ څخه د مصر او اردن د دغه غبرګون او دا چې دا هېوادونه به د غزې بې ځایه شوي ومني که نه، هغه وویل: «و به یې کړي (ومني).» ټرمپ زیاته کړه: «هغوی به دا کار وکړي. موږ د هغوی لپاره ډېر څه کړي دي او هغوی به یې وکړي.»
د اسرائيل او حماس ترمنځ له اوربند وروسته، ټرمپ د «غزې د تصفیې» او د مصر او اردن په څېر یو «خوندي» ځای ته د غزې د بې ځایه شویو د انتقال په اړه یو پلان وړاندې کړ.
نوموړي وویل چې د ۱۵ میاشتو جګړې له کبله د فلسطین قلمرو په یوې «ویجاړې شوې» سیمې بدل شوی دی.
ډونالډ ټرمپ ویلي وو: «غوره ګڼم په دې مسئلې کې له ځینو نورو عربو هېوادونو سره دخېل شم او په نورو ځایونو کې استوګنې جوړې کړو چې هغوی د بدلون لپاره په سولې کې ژوند وکړي... دا به موقتي او یا ممکن د ډېر وخت لپاره وي.»
د فلسطین دوو ډلو حماس او اسلامي جهاد هم دا وړاندیز رد کړی او ویلي چې د فلسطین خلک به دا ډول پلان ونه مني.
په همدې حال کې د منځني ختیځ لپاره د ولسمشر ټرمپ ځانګړی استازی سټیف ویتکوف په همدې اونۍ کې په یو نادره سفر غزې ته ولاړ. سپینه ماڼۍ وایي د سفر هدف یې د ماتېدونکي اوربند روان ساتل دي.
د مصر ولسشمر عبدالفتاح السیسي، چې د امریکا نژدې ایتلافی دی، تېره ورځ د ټرمپ د دغه وړاندیز په اړه په خپل غبرګون کې وویل چې «له خپلې ځمکې څخه د فلسطینیانو بې ځایه کول انصاف نه دی او موږ به په کې برخه وانخلو».
د اردن باچا دویم عبدالله هم د خپل هېواد په دې دریځ «په خپلې ځمکې کې د فلسطینیانو د پاتې کېدو په اړه د خپل هېواد په دریځ ټېنګار» وکړ.