قطر د سه شنبې په ورځ جنوري ۲۸ (سلواغه نهمه) یو ځل بیا د اسرائیل او فلسطینیانو ترمنځ د ستونزو د حل لپاره د دوو دولتونو د ایجاد ملاتړ وکړ، دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له غزې څخه مصر او اردن ته د فلسطینیانو د انتقال غوښتنه بیا تکرار کړې ده.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماجد الانصاري د ټرمپ د دغه وړاندیز په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «زموږ دریځ د دې اړتیا په اړه، چې فلسطینیان بیا خپل حقوق ترلاسه کړي، څرګند دی او د دوو دولتونو ایجاد يې د حل یوازینۍ لاره ده.»
قطر، مصر او متحده ایالتونه د اسرائیل او حماس ترمنځ د سولې د اوربند منځګړي دي چې په غزې کې یې د ۱۵ میاشتو جګړه ودروله.
په همدې حال کې ډونالډ ټرمپ تېره ورځ بیا یو بل هېواد ته د غزې د خلکو د استولو غوښتنه تکرار کړه. ټرمپ وویل غواړي فلسطینیان په داسې یوې سیمې کې واوسي، چې له ستونزو، تغییر او تاوتریخوالي پرته ژوند وکړي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل چې دوحه په بشپړ ډول د ټرمپ له ادارې سره په تعامل کې ده.
ویاند زیاته کړه: «نه غواړم د هغو بحثونو په اړه، چې له یو بل سره یې لرو، تبصره وکړم، خو ویلای شم چې ډېر اغیزناک وو... او موږ د فلسطینیانو د موضوع په اړه په ټولو موضوعګانو باندې د ټرمپ له ادارې سره کار کوو.»
په غزې کې د حماس او اسلامي جهاد ډلو د یکشنبې په ورځ د «غزې تصفیې» او مصر او اردن ته د فلسطینیانو د انتقال په هکله د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د څرګندونو په اړه تند غبرګون ښودلی.
مصر تر دې مخکې له غزې څخه د فلسطینیانو د هر ډول «بې ځایه کېدو» مخالفت کړی و او ویلي وو، د دغه هېواد ولسمشر عبدالفتاح السیسي ویلي چې داسې کوم اقدام به د اسرائیل او مصر ترمنځ د ۱۹۷۹ کال د سولې تړون له خطر سره مخامخ کړي. اردن، چې ډېر فلسطیني کډوال په کې مېشت دي، لا د ټرمپ د دغو څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.
فورم \ دبحث خونه