ټرمپ: د پوتین سره مې اوږدې او ښې خبرې شوي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي دي چې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره یې په ټلیفون ډیرې گټوري او اوږدی خبرې کړي دي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې سارا ساندرز خبریالانو ته وویل چې دواړو جمهورو رئیسانو د امریکا، روسیې او چین ترمنځ د یوې نوي څو اړخیزې اټومي موافقې او یا د امریکا او روسیې ترمنځ د موجودې ستراتیژیکې اټومي موافقې د اوږدولو د امکان په هکله هم خبرې کړې دي.

میرمن ساندرز وویل چې د دواړو مشرانو خبرې څه دپاسه یو ساعت دوام وکړ او په مختصره توگه یې د امریکا د ٢٠١٦ کال انتخاباتو کې د روسیې د مداخلې په هکله د رابرټ مولر په پلټنو هم خبرې وکړې.

د سپینې ماڼۍ ویاندې همداشان وویل چې دواړو مشرانو د شمالي کوریا، اوکراین او ونزویلا په اړه هم خبرې وکړې. ښاغلي ټرمپ په خپل ټویټر هم دې موضوع ته اشاره کړې ده.

​میرمن ساندرز دا هم وویل چې په عمومي توگه دغه خبرې مثبتې وې.