ټرمپ او پوتین مخامخ سره گوري

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټن چې د دونالد ټرمپ او ولادیمیر پوتین د لیدنې کتنې امکانات یې برابر کړي دي وایي دغه دواړه مشران به د جولاۍ په ١٦ په هلسنگي کې سره وگوري.

دا به د روسیې د جمهور رئیس ولادیمیر پوتین او د امریکا د جمهور رئیس دونالد ټرمپ لومړنۍ رسمي لیدنه کتنه وي.

د روسیې او امریکا د مشرانو غونډه یوه ورځ وروسته له هغې د دواړو خواو څخه تائید شوه چې د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټن د ښاغلي پوتین په گډون د لوړپوړو روسي مشرانو سره وکتل چې ددې غونډې لپاره لاره حواره کړي.

مسکو او واشنگټن په یو وخت ددغې لیدنې کتنې نیټه او ځای اعلان کړل. دواړو خواو د چهارشنبې په ورځ (جون۲۷) تصمیم ونیوه چې دا غونډه دې ژر وشي.

ښاغلی بولټن په مسکو کې خبریالانو ته وویل "جمهور رئیس ټرمپ راته وویل چې د هغه او د جمهور رئیس پوتین د ممکنې لیدنې کتنې لپاره د روسي مقاماتو سره خبرې وکړم".

هغه زیاته کړه چې د دواړو خواو ترمنځ د تفاوتونو سره سره پراخ موصوعات شته چې جمهور رئیس ټرمپ او جمهور رئیس پوتین فکر کوي چې حل لاره ورته موندلی شي.

د کرملین د بهرنۍ پالیسۍ مشر مشر یوري یوشاکوف د جمهور رئیس پوتین او د امریکا د ملي امنیت د سلاکار جان بولټن له کتنې وروسته په کرملین کې خبریالانو ته وویل د دوو مشرانو ترمنځ په یو مناسب دریم هیواد کې وشي او څو اونۍ په کار دي چې ورته تیاری ونیول شي.