د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: روسیه د سوریې د کیمیاوي وسلو په اړه د پلټنو مخه نیسي


د سوریې د دوما ښار په روعتون کې د یو ماشوم درملنه چې ویل شوي په کیمیاوي زهرجنو موادو ککړ شوی
د سوریې د دوما ښار په روعتون کې د یو ماشوم درملنه چې ویل شوي په کیمیاوي زهرجنو موادو ککړ شوی

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي روسیې هڅه کړې چې په سوریه کې د کیمیاوي وسلو د استعمال په اړه د پلټنو مخنیوی وکړي.

امریکا ویلي چې روسیه ددغو پلټنو په پیچلي کولو سره د نړیوالې څارونکې موسسې د پلټونکو د کار مخه ډب کړې ده.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هیدر نیورت د الحره تلویزیون ته ویلي "دوی ښایي دا کار ددې لپاره کوي چې د کیمیاوي وسلو ساحه ونه پلټل شي تر څو دغه کیمیاوي مواد له هغه ځایه لادرکه شي".

د کیمیاوي وسلو د مخنیوي سازمان پلټونکي د شنبې په ورځ سوریې ته رسیدلي دي، خو تر اوسه ندي توانیدلي چې په دوما سیمه کې خپل کار پیل کړي.

له بلې خوا یو روسي چارواکي ویلي ټاکل شوې چې د کیمیاوي وسلو د مخنیوي سازمان ډله د چهارشنبې په ورځ د دمشق ختیځ ته د پلټنو لپاره ولاړه شي. روسیه ددغو پلټنو د ځنډېدو پړه د هغو هوایي بریدونو نتیجه بولي چې امریکا، بریتانیا او فرانسې د شنبې په ورځ د سوریې د کیمیاوي وسلو پر دریو ساحو وکړل.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سرگي ریبکوف همداشان ویلي دي چې دغه ماموریت پدې خاطر اجازه نده ورکړل شوې چې د ملگرو ملتونو د امنیت او امن څانگې اجازه یې نه لرله، خو په نیوارک د ملگرو ملتونو چارواکو دغه ادعا د بحث وړ گڼلې ده.

د ملگرو ملتونو ویاند ستفن دوجاریک ویلي "ملگرو ملتونو د کیمیاوي وسلو د مخنیوی سازمان ډلې ته دوما ته د تگ لازم اقدامات کړي دي". هغه زیاته کړې چې په دوما کې د پلټنو لپاره یې ددې سازمان د ټیم هیڅ ډول تقاضا نده رد کړې.

ښاغلي دوجاریک وایی چې د ملگرو ملتونو عمومي منشي انتونیو کویترش ددغو پلټنو سخت پلوي دی. پدې ترڅ کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرگي لاوروف ویلي هغه شواهد چې امریکا، بریتانیا او فرانسې د خپلو بریدونو د توجیه لپاره وړاندې کړي "د رسنیو او ټولنیزو شبکو د رپوټونو" په بنسټ دي. هغه ویلي چې په سوریه کې هیڅ ډول کیمیاوي وسلې ندي استعمال شوي.

بلخوا د جي-۷ هیوادونو ډلې د سه شنبې په ورځ(اپریل۱۷) پر سوریې باندې د هوایي بریدونو ملاتړ وکړ. د کاناډا، فرانسې، جرمني، ایټالیا، جاپان، بریتانیا، امریکا او اروپایي ټولنې مشرانو وویل "مونږ په بشپړه توگه د امریکا، بریتانیا او فرانسې د هڅې ملاتړ کوو چې د اسد د رژیم د کیمیاوي وسلو د استعمال ظرفیت راټیټ کړي او په راتلونکې کې د هغې مخنیوی وشي".

XS
SM
MD
LG