د امریکا له کانګرس سره د ټرمپ تازه جنجال

د امریکا جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ د سپینې ماڼۍ پخواني سلاکار ډان مګین ته ویلي چې د کانګرس احضار رد او د روسیې د تحقیقاتو په اړه د شهادت لپاره د مجلس قضایه کمیتې ته ور نشي.

سپینه ماڼۍ وايي د قانوني مصونیت د درلودو او د جمهور رئیس د دفتر د محرمیت په هدف باید ډان مګین کانګرس ته ولاړ نشي.

د امریکا عدلې وزارت هم ویلي د قانون له مخې کانګرس ممکن ونشي کړای د جمهور رئیس ستر سلاکاران د خپلو وظیفوي چارو په اړه د پوښتنو په اړه جبرا احضار کړي.

هغه جلسه چې باید مګین پکې حاضر شي ټاکل شوېده نن د مې په ۲۱ نیټه د امریکا د کانګرس په قضايي کمیټه کې وشي.

د ښاغلي مګین مدافع وکیل کانګرس ته د یوه لیک په لیږلو ویلي چې موکل یې په جلسه کې نه حاضریږي.

د امریکا د استازو مجلس قضایه کمیټې خبرداری ورکړی که د سپینې ماڼۍ پخوانی سلاکار د مجلس غونډې ته رانشي دا کمیټه چمتو ده چې له ټولو قهریه لارو چارو څخه چې په واک کې یې لري کار واخلي.

د امریکا د استازو د مجلس د قضایه کمیټې مشر جیري ندلر د دوشنبې په ناوخته مګین ته د یوه لیک په استولو لیکلي" دې کمیټې روښانه کړې که تاسې سبا ( د مې په ۲۱ ) مجلس ته رانشئ له جدي عواقبو سره به مخ شئ."

د کانګرس غړي غواړي دا معلومه کړي چې آیا جمهور رئیس ټرمپ د امریکا د ۲۰۱۶ کال د ټاکنو پرمهال د روسیې د مداخلې په اړه مولر د څیړنو پرمهال د قانون د پلي کیدو هڅه کړې ده که نه؟

د روسیې په څیړنو کې له مګین څخه ۱۵۰ ځله یادونه شوې ده. یو مورد د روبرت مولر یا هغه کس په اړه ده چې د روسیې د څیړنو مسولیت یې پر غاړه درلود.

په ۲۰۱۷ کال کې د روسیې د څیړنو له مخې ، جمهور رئیس څو ځله له مګین څخه غوښتي وو چې له عدلیې وزارت سره تماس ونیسي څو مولر له دندې لرې کړي، اما مګین دا غوښتنه رد کړې ده.

ټرمپ وايي هیڅ وخت یې دا ډول لارښونه کړې نده.

Your browser doesn’t support HTML5

د حکومت او کانګرس جنجال