د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ امریکا ته د کډوالۍ نوې طرحه وړاندې کړه


د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ کانګرس ته د مهاجرت په هکله یوه نوې طرحه وړاندې کړله چې په کې د دایمي اقامت لپاره د لاترۍ په ویزو د بندیز تر څنګ د کورنیو علایقو په اساس امریکا ته د خپلوانو په راغوښتلو هم د بندیز لګولو، وړاندیز شوی دی.

ددغې نوې طرحې په اساس به خلک وکولی شي یواځې د وړتیا او مهارت پر بنیاد امریکا ته راشي.

ښاغلي ټرمپ وویل: د قانوني کډوالۍ نوی سیستم به د امریکایانو له حقونو د دفاع تر څنګ د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه تر ټولو ښه استعدادونه امریکا ته را جذب کړي.

د ولسمشر ټرمپ د نوې طرحې په اساس به امریکا ته د کډوالۍ د ویزې نوم (امریکا جوړه کړئ) وي. ددغې ویزې د اخیستلو لپاره د عمر، دانګلیسي ژبې د پوهې، زده کړو او د کار د پیشنهاد سربیره د امریکا د تاریخ او حکومتدارۍ په اړه یوې ازموینې کې کامیابيدل هم ضروري دي.

خو دغه طرحه د ډموکراتانو لخوا رد شوې ده.

ډموکراتان وایي چې په دغې طرحې کې د هغو ۷۰۰ زره ناقانونه کډوالو لپاره د حل هیڅ قسم کومه لاره نه ده ښودل شوې چې په ماشومتوب کې په غیر قانوني توګه امریکا ته راوړل شوي دي.

ډموکراتان همداراز د استعداد او وړتیا په اساس د کډوالی خلاف دي.

د امریکا د استازو د مجلس رییسې، ننسي پلوسي وویل: آیا دوي وایي چې کورنۍ مهارتونه او استعداد نلري؟ آیا غواړي ووایي چې ډیری هغه کسان چې د تاریخ په اوږدو کې امریکې ته راغلي وړتیا نلري. وړتیا نلري ځکه چې د اینجینرۍ دیپلوم نلري؟

د امریکا د ملي علمي بورډ د معلوماتو پر اساس په امریکا کې د ساینس او انجنیرۍ په برخه کې ۳۰ سلنه پوهان په بهرنیو هیوادونو کې پیدا شوي دي.

د امریکا متحده ایالات هر کال خلکو ته د دایمي اقامت ۱.۱ میلیون ویزې ورکوي چې ډیری یې هغو خلکو ته ورکول کیږي چې د کورنی غړي یې په امریکا کې اوسیږي.

XS
SM
MD
LG