د ټرمپ د تورن کېدو له کبله د ځینو جمهوري غوښتونکو ترمنځ اختلافات پارېدلي

د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ

په امریکا کې د ولسمشرۍ له ټاکنو وړاندې د محرمو اسنادو د مدیریت اړوند د پخواني ولسمشر دونالډ ټرمپ تورنېدلو د جمهوري غوښتونکو ترمنځ اختلافات رامنځ ته کړي دي.

سره لدې چې ټرمپ تیره اونۍ پدې اړه په محاکمه کې پر خپلې بی ګناهۍ ټینګار وکړ، خو پر نوموړي باندې د لګېدلو تورونو قضیه اوس د جمهوري غوښتونکو سیاستوالو ترمنځ په تودو بحثونو بدله شوې ده.

دا د ټرمپ په اړه د جنايي تحقیقاتو وروستۍ لړۍ ده چې سپینې مانۍ ته د هغه ستنېدل ګواښي. نوموړي د امریکا د راتلونکي کال د ولسمشرۍ ټاکنو ته ځان کاندید کړی دی.

د ولسمشرۍ پخواني نوماند او پخواني څارنوال ایسا هچینسن د امریکا د "اې بي سي دا اونۍ" خپرونه کې وویل چې ټرمپ باید د ولسمشرۍ مقام ته له سیالۍ لیرې شي. هغه زیاته کړه: "هر کله چې ستاسی په وړاندې په راتلونکې کال کې مختلف تحقیقات پیل شي، دا د هغه هیواد او خاصتاً د ګوند لپاره ښه نه دی چې غواړي هیواد بیرته عادي وضعیت ته وګرځي."

د ټرمپ د واکمنۍ د وخت د ولسمشرۍ مرستیال مایک پینس چې اوس یې ځان ولسمشرۍ ته نوماند کړی، د ټرمپ د حقوقي قضیې په اړه وویل: "څه چې موږ پوهیږو هغه د پخواني ولسمشر تورنیدل دي. موږ نه پوهیږو چې د هغه دفاعیه څه ده. حتی پدې هم نه پوهیږو که هغه محاکمه شي، ښایي برائت واخلي."

د سي ان ان تلویزیون سره په مرکه کې، د استازو په جرګه کې د استخباراتو د کمیټې رئیس جمهوري غوښتونکي مایک ټرنر د قانوني اجراتو د تداوم پر اهمیت وغږېد. هغه وویل: "زه به هیڅکله د هغه عمل دفاع ونکړم چې په شکایتونو کې درج شویدی، خو هغوی باید دا ثابت کړي."

دا مطلب هم ولولئ حقوقي ستونزې ښايي ټرمپ او د هغه سیاسي راتلونکي ته جدي پایلې ولري - کارپوهان

ولسمشر جو بایډن، چې د ولسمشر په توګه د بیا ټاکل کېدلو لپاره یې دا اونۍ کمپاین پیل کړ، پر ټرمپ د لګیدلو تورونو په اړه له تبصرې ډډه وکړه. دموکرات سناتور شیلډن وایټ هاوس د اې بي سي تلویزیون ته وویل، بایډن د څېړنو د خوندیتوب د اصولو درناوی کوي. نوموړي وویل چې هغه د لوی څارنوال ماریک ګارلنډ سره هیڅ کار نلري او د جنایي قضیو په اړه ورسره هیڅ خبرې نه کوي.

وایټ هاوس زیاته کړه: "بل دا چې، ګارلنډ لدې ډول پلټنو قانوني ممانعت لري، ځکه هغه د یو خاص سلاکار په حیث ګمارل شویدی. او د خاص سلاکار سره د هغه ارتباط ساتل ډیر سخت محدودیتونه لري."

ولسمشر بایډن هم د محرمو اسنادو په ناسم مدیریت کولو تر تحقیقاتو لاندی دی. خو که حتی ګرم هم وګڼل شي، هغه به رسمي تورن ځکه ونه ګڼل شي چې په تاریخي لحاظ د عدلیې وزارت برحال ولسمشران له دې ډول تورن کیدلو مبرا ګڼلي دي.