د لاس رسي وړ اتصالات

د ټرمپ کور کې پیدا شوي اسناد "غیر محرم او یادګاري" و: مدافع وکیله


ډونالډ ټرمپ ښایي سه شنبه محکمې ته حاضر شي.
ډونالډ ټرمپ ښایي سه شنبه محکمې ته حاضر شي.

د متحده ایالاتو د مخکني جمهور رئیس دونالډ ټرمپ یوې مدافع وکیلي ویلي چې په ښاغلي ټرمپ د محرمو اسنادو ساتلو له کبله رسمي تورونه سیاسي بڼه لري او دا ادعا یې هم کړې چې تر لاسه شوي اسناد غیر محرم او یادګاري دوسیې دي.

مدافع وکیلې الینا هابا یکشنبه جون ۱۱ (غبرګولي۲۱) د فاکس نیوز تلویزیوني شبکې سره په مرکې کې ادعا وکړله چې ښاغلي ټرمپ هیڅ کوم غلط کار ندی کړی او پدې قضیې کې به خپل ځان مجرم ونه بولي.

میرمن هابا وویل، " هغه (مخکنی جمهور رئیس ټرمپ) به هیڅکله اعتراف ونکړي چې جرم یې کړی ځکه چې د اسنادو غیر محرم کول هیڅ کومه غلطي نده."

د ټرمپ دې مدافع وکیلي دا ادعا هم وکړه چې دا قضیه په بشپړه توګه سیاسي بڼه لري او په "انتخاباتو کې تر دې غوره لاسوهنه بله نشته".

دونالډ ټرمپ چې د ۲۰۲۴ کال جمهوري ریاست انتخاباتو ته د جمهوري غوښتونکو ګوند لخوا تر دې دمه تر ټولو مخکښ کاندید دی، د ملي دفاع ځانګړو محرمو اسنادو د ساتلو له کبله پرې ۳۱ تورونه دي او ۳۷ نور بیلا بیل تورنه هم پرې دي.

د هر تور له کبله که ښاغلی ټرمپ مجرم ثابت شي، تر لسو کالونو پورې بندي کیدای شي.
خو دې مدافع وکیلې وویل د محرمو اسنادو ساتل چې غیر محرم شوي د ښاغلي ټرمپ حق دی ځکه چې هغه دا اسناد د یادګار په توګه د ځان سره ساتل.

هغې زیاته کړه، " که زه داسې یو شخص اوسم چې اسناد راسره وي او زه یې د جمهور رئیس په توګه د سپینې ماڼۍ څخه د تګ وروسته د ساتلو حق لرم نو آیا زه غواړم چې خلک دې راشي او زما شخصي شیان دې ولټوي، نه."

ټاکل شوې چې د متحده ایالاتو مخکنی جمهور رئیس دونالډ ټرمپ د سه شنبې په ورځ جون ۱۳ د فلوریډا ایالت د میامي په ښار کې محکمې ته حاضر شي چې د دې قضیې په باب لومړني معلومات د قاضي څخه واوري.

په همدې حال کې بیل بار چې د مخکني جمهور رئیس دونالډ ټرمپ په دورې کې د متحده ایالاتو لوی څارنوال و، ویلي چې ښاغلی ټرمپ د عدلیې وزارت لخوا د "جدي رسمي تورونو" سره مخ دی او دا چې ښاغلی ټرمپ د هغه څه ښکار ندی چې هغه یې ادعا کوي.

ښاغلي بار د فاکس نیوز سره په مرکې وویل، " دا نظر چې جمهور رئیس بشپړ واک لري هر ډول اسناد شخصي اعلان کړي، احقمانه دی."

مخکني لوی څارنوال زیاته کړه چې که په ټرمپ د لګیدلو رسمي تورونو نیمایي هم سم وي، هغه د ډیرو ستونزو سره مخ دی. د عدلیې وزارت په مخکني جمهور رئیس رسمي تورونو کې د یوې ټیلیفوني مکالمې یادونه کړې چې ټرمپ د ۲۰۲۱ کال د جولاۍ په میاشت کې چې جمهور رئیس نه و د یوې خپرونکې ادارې د یو مامور سره کړې.

پدې مکالمې کې ټرمپ خپلو دوو کار کوونکو او د دې لیکوال سره د لوړې کچې محرم اسناد خپروي. دې دریو واړو کسانو اجازه نه درلوده چې د متحده ایالاتو د حکومت دا ډول اسناد او دوسیې وګوري.

په همدې حال کې پخپله دونالډ ټرمپ چې د ۲۰۲۴ کال جمهوري ریاست انتخاباتو کې د جمهوري غوښتونکي ګوند کاندید دی، تیره ورځ یې په یوې غونډې کې وویل چې د هغه پر ضد دا حقوقي قضیې د "لیونیانو" کار دی.


ټرمپ په وینا کې وویل چې دا ډول "بې بنسټه تورونه چې د بایډن عدلیې وزارت یې زما پر ضد کاروي، زمونږ د هیواد په تاریخ کې به د واک څخه تر ټولو د ناوړې بڼې په توګه یاد شي".

خو د متحده ایالاتو برحال جمهور رئیس جو بایډن د جمعې په ورځ وویل چې د لوی څارنوال مریک ګارلنډ سره چې د ټرمپ د قضیې لپاره ځانګړی محقق ټاکلی هیڅ ډول اړیکه نلري.

ښاغلي بایډن خبریالانو ته وویل چي د دي قضیې په هکله هیڅ ډول تبصره کول نه غواړي او د لوی څارنوال سره د خپلې اړیکې په هکله یې وویل، " ما ورسره خبرې ندي کړي او نه به ورسره وغږیږم".

XS
SM
MD
LG