د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ، د لومړي ځل لپاره نن د یکشنبې په ورځ نومبر ۱۵ (لړم ۲۵) ومنله چې جو بایډن د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې "بریالی" شوی، خو زیاته یې کړه چې هغه په انتخاباتو کې د درغلۍ په وجه ناکام شوی دی؛ هغه ادعا چې تر اوسه نده ثابته شوی.
جمهور رئیس ټرمپ تر اوسه په رسمي توګه د امریکا د متحده ایالاتو د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې خپله ماتې نده منلې؛ په هغو انتخاباتو کې چې د شمیرل شویو رایو په اساس د هغه دموکرات سیال جو بایډن ګټونکی اټکل شوی دی.
ښاغلي ټرمپ نن په یو ټویټري پیغام کې ولیکل: "هغه [بایډن] ګټونکی شو ځکه چې په انتخاباتو کې درغلي شوې ده. هیڅ څارونکي او ساتونکي ته اجازه ور نه کړل شوه، رای د دومینین، چپ اړخه خصوصي شرکت له خوا تنظیم شوې، یو شرکت چې بد شهرت او بیکاره تجهیزات لري."
He won because the Election was Rigged. NO VOTE WATCHERS OR OBSERVERS allowed, vote tabulated by a Radical Left privately owned company, Dominion, with a bad reputation & bum equipment that couldn’t even qualify for Texas (which I won by a lot!), the Fake & Silent Media, & more! https://t.co/Exb3C1mAPg
— Donald J. Trump (@realDonaldTrump) November 15, 2020
د ټویټر شرکت د ښاغلي ټرمپ دغه ټویټ په نښه کړی او ورسره لاندې یې ليکلي دي: "په انتخاباتو کې د درغلۍ په هکله دغه ادعا د بحث وړ ده."
له دې وروسته ښاغلي ټرمپ په یو بل ټویټ کې د انتخاباتو د نتیجو په هکله خپل نظر څرګند کړ: "هغه د جعلي خبري رسنیو په نظر ګټونکی شوی. نه هیڅ څیز نه منم! مونږ اوږده لار په مخ کې لرو. پدغو ټاکنو کې لاسوهنه شوې وه."
He only won in the eyes of the FAKE NEWS MEDIA. I concede NOTHING! We have a long way to go. This was a RIGGED ELECTION!
— Donald J. Trump (@realDonaldTrump) November 15, 2020
پداسې حال کې چې په مختلفو محکمو کې به حقوقي ادعاوې وڅیړل شي، جمهور رئیس ټرمپ د رایو په شمیرلو کې د بې نظمیو په اړه په یو شمیر قضیو کې ناکام شوی دی.