د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې انتخابات پای ته ورسېدل؛ د رایو شمېرل روان دي


د تېرو انتخاباتو په پرتله په دغو انتخاباتو کې د خلکو ګډون بیساری بلل شوی
د تېرو انتخاباتو په پرتله په دغو انتخاباتو کې د خلکو ګډون بیساری بلل شوی

د سه شنبې په ورځ نومبر۳ (لړم۱۳) د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشرۍ انتخابات پای ته ورسېدل خو نتیجه یې لا هم روانه ده.

ولسمشر ټرمپ وویل چې دوی بریالي‌ دي‌ او د نماځلو لپاره یې امادګي نیسي.

جوبایډن هم وویل چې دوی به بریالي‌ وي

د امریکا د متحدو ایالتونو د جمهوري ریاست د ۲۰۲۰ انتخابات پای ته ورسېدل او د خلکو ګډون په کې بېساری بلل شوی دی.

د امریکا په ټولو ۵۰ ایالتونو کې د رایو اچونې مرکزونه سهار پرانیستل شول او ماښام وتړل شول. په ځینو ایالتونو کې د سهار په پنځو بجو د رایو اچونې مرکزونه پرانیستل شول او په ځینو کې لږ ناوخته.

د کالفورنیا ایالت کې تر ټولو ورسته دا مرکزونه پرانیستل شول او وتړل شول، دا ایالت له واشنګټن ډي سي سره درې ساعته فرق لري او وروسته ده.

د امریکا غږ د معلوماتو په اساس په ځینو اعلان شوی ایالتونو کې تر دې دمه دموکرات کاندید جوبایډن ۲۲۰ او ولسمشر دونالډ ټرمپ ټرمپ ۲۱۳ انتخاباتي رایې لري، خو لا دا نهايي نه دي.

هر کاندید چې د ۵۳۸ انتخاباتي رایو له ډلې ۲۷۰ انتخاباتي رایې وګټلې، د امریکا ولسمشر ټاکل کیږي.

ولسمشر دونالډ ټرمپ‌ د انتخاباتو په سهار په واشنګټن ډي سي کې د خپل انتخاباتي مرکز ته ولاړ.

د هغه دموکرات کاندید جوبایډن د «دیلاور» په ایالت کې د یوې کلیسا په مراسمو کې برخه واخیسته.

تر انتخاباتو مخکې څه باندې ۱۰۰ میلیون خلکو د پوستې له لارې او مخکې له مخکې رایه ورکړې ده چې د ۲۰۱۶ د انتخاباتو د ټولو رایو څه باندې ۴۰ فیصده کیږي.

د ۲۰۱۶ په انتخاباتو کې څه باندې ۱۳۸ میلیون خلکو رایه ورکړې وه. په ۲۰۲۰ کې شاوخوا ۲۴۰ میلیون امریکایانو نومونه لیکلي وو چې په ټاکنو کې به رایې ورکوي.

په شمالي کارولینا کې د رایې اچونې په ځینو مرکزنو کې د رایه اچوونې وخت زیات شو.

د مېشګن په ایالت کې چې د کاندیدانو ترمنځ‌ د مبارزې یوه مهم مرکز بلل کېږي، د رایې پاڼې لږ په ځنډ رسېدلي‌دي. همدغه راز د پنسلوانیا او شمالي کارولینا ایالتونو ځینو مرکزونو ته هم رایې پاڼې په وخت نه دي رسېدلي.

ویل کیږي چې ښايي په شمالي‌ کارولینا کې د انتخاباتو نتیجه وروسته اعلان شي.

د امریکا د متحدو ایالتونو د کورني‌ امنیت سرپرست «چاد وولف» وویل چې داسې «نښې نشته» چې کوم «بهرني فعال دې په بریالي ډول» په ټاکنو کې مداخله کړې وي.

په دغو ټاکنو کې د سنا د مجلس د ۳۵ څوکیو کاندیدانو ته هم رایه وکړل شوه. د امریکا هر ایالت په سنا کې دوه څوکۍ لري‌ چې ټولې یې ۱۰۰ څوکۍ کیږي.

دا مهال د سنا په مجلس کې د جمهوري‌ غوښتونکو کوند اکثریت دی. د مروانا د قانونې کېدو په اړه هم رایه ورکوي.

د امریکا د اریزونا، جنوبي دکوتا، مونتانا او نیوجرسي ایالتونو کې رایه اچوونکو د ځینو نورو مسایلو په اړه هم رایه ورکړه.

د میسیسیپي په ایالت کې هم په درملو کې د مروانا د کارولو په اړه رایه ورکول کیږي. دا مهال په واشنګټن ډي سي او د امریکا په ۱۱ نورو ایالتونو کې مروانا قانوني دی.

XS
SM
MD
LG