ټرمپ: د امریکا دفاع وزیر دې له افغانستان څخه د امریکايي تجهیزاتو راستنول وارزوي

د امریکا د ولسمشر ترڅنګ د دغه هېواد د دفاع وزیر ناست دی.

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ فبروري ۲۶ (کب اتم) وویل چې د امریکا دفاع وزیر پیټ هګست ته یې دنده سپارلې چې له افغانستان څخه د امریکايي تجهیزاتو او وسلو د راستنولو په اړه ارزونه وکړي.

له ټرمپ څخه وپوښتل شو چې ایا د بګرام پوځي اډه به بېرته ونیسي، هغه په دې اړه له کوم مشخص ځواب پرته وویل: «فکر کوم موږ باید تجهیزات بېرته ترلاسه کړو. پیټ ته مې ویلي دي چې دا موضوع وارزوي. موږ د میلیونونو، لسګونو میلیارد ډالرو په ارزښت نوې وسلې پرېښودې. تاسو ګورئ چې هغوی (طالبان) یې هرکال نندارې ته وړاندې کوي.»

ولسمشر ټرمپ څو ورځې مخکې په واشنګټن ډي سي کې د محافظه کارانو سیاسي عمل په کلنۍ غونډې کې هم د هغو تجهیزاتو په بیرته ترلاسه کولو ټینګار کړی و چې د افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو تر وتلو وروسته هلته پاتې شوې. هغه زیاته کړې وه چې کله طالبان په نظامي رسم ګذشتونو کې ویني چې په امریکایي موټرو کې ګرځي، قهر یې راځي.

ټرمپ د چهارشنبې په ورځ د خپلې کابېنې په لومړۍ غونډې کې د یو خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل چې له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو له وتلو وروسته «۷۷۷زره ټوپکونه او ۷۰زره زغره وال موټرونه» د طالبانو لاسونو ته ورغلې دي. هغه وویل: «فکر کوم دا باید بېرته ترلاسه کړو.»

ولسمشر ټرمپ یو ځل بیا له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو په وتلو انتقاد وکړ او د امریکا دفاع وزیر ته یې په اشارې وویل: «زه دغه سړي ته نه وایم چې څه وکړي، خو دا خبره کوم که زه د ده په ځای وای، هر هغه کس، چې په دغه بهیر کې دخېل و، له دندې مې منفک کاوه.»

د متحدو ایالتونو د دفاع وزیر پیټ هګست د ټرمپ له دغو څرګندونو وروسته وویل چې له افغانستان څخه د وتلو په مهال،‌ چې هر څه شوي، ټول اړخونه به یې په بشپړ ډول وارزول شي او حساب او کتاب به وشي.

ټرمپ همدغه راز ادعا وکړه چې له افغانستان څخه د امریکا تر وتلو وروسته د بګرام اډه د «چین لاس ته» لویدلې ده. هغه وویل که د ده په وخت کې له افغانستان څخه امریکايي ځواکونه وتلي وای، هغه به «بګرام د افغانستان په خاطر نه، بلکې د چین په خاطر» ساتله.

ولسمشر ټرمپ وویل چې د بګرام پوځي اډه له هغه ځای څخه یو ساعت او یا ځای لېرې ده،‌ چې چین په کې خپل اتومي میزایل تولیدوي.

ټرمپ مخکې هم ویلي‌ وو چې له افغانستان څخه د امریکا له وتلو وروسته، چین د بګرام هوايي اډه اخیستې ده، خو طالبانو دا ادعا رد کړه او ویې ویل چې په دې اړه یې له چین سره هېڅ ډول توافق نه دی کړی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د فبرورۍ په څلورمه (سلواغه ۱۶) ویلي وو: «افغانستان یو ازاد هیواد دی، مستقل هیواد دی، د هیڅ هیواد سره هم داسې تعامل نه کوي چې خپله خاوره دې د هغوی په اختیار کې ورکړي. د بګرام هوايي ډګر دا افغانان چې څه دي دا ټول ددې شاهدان دي چې بګرام هوايي ډګر د افغانانو په لاس کې دی.»

د بګرام هوايي ډګر په افغانستان کې د امریکا تر ټولو لوی پوځي مرکز و، خو امریکایي پوځیانو د ۲۰۲۱ کال د جولاۍ په میاشت کې ترې ووتل او هغه یې د افغانستان حکومت د دفاع وزارت ته وسپاره. طالبانو بیا د همدغه کال اګست په ۱۵مه نېټه د دغه ډګر کنترول ترلاسه کړ.

د بګرام هوايي ډګر له ۲۰۰۲ څخه نیولې تر ۲۰۲۱ پورې د امریکا د پوځ د هوايي ځواک د عملیاتو د سوق او ادارې مرکز و او د طالبانو په ګډون زرګونه بندیان په کې ساتل کېدل.

د پخواني شوروي اتحاد ځواکونو دا پوځي اډه په ۱۹۸۰ میلادي کې جوړه کړې وه، چې په تېرو شاوخوا شلو کلونو کې په افغانستان کې د امریکا او ناټو لویه پوځي اډه وه.