ټرمپ: د پاکستان سره ډیرې ښې اړیکې لرو

ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي دي چې د پاکستان سره یې اړیکې ډیرې ښې دي او ژر به د پاکستان د مشرانو سره ملاقات کوي.

ولسمشر ټرمپ دغه څرگندونې اوهائیو ته د سفر نه مخکې په سپینې ماڼۍ کې خبریالانو ته کړي دي چې د پاکستان سره یې اړیکې ډیرې ښې دي.

ولسمشر دا هم وویل چې ډیر ژر به د پاکستان د مشرانو سره ملاقات وکړي خو دا یې نده خرگنده کړی چې د چا سره او کله د ملاقات پلان لري.

د پاکستان د بهرنو چارو وزیر محمود قریشي د ولسمشر ټرمپ د وینا هرکلی کړیدی او ویلي یې دي چې د تیرې یوې مودې نه د دواړو ملکونو اړیکې خرابې شوې وې خو اوس داسي ښایي چې اړیکې په ښه لور روانې دي. هغه وویل چې اوس نه یواځې ټرمپ خو د هغه په حکومت کې نور چارواکي د پاکستان سره د اړیکو ښه کیدو خبره کوي

ښاغلي قریشي وویل: "زه دا نه وایم چې دواړه د یو بل سره ډیر خواږه شویدي خو دواړو ملکونو په اړیکو کې د پرمختگ لپاره گامونه پورته کړیدي."

دا دوهم ځل دی چې ولسمشر ټرمپ د پاکستان سره د ښه اړیکو خبره کړیده.

د ولسمشر ټرمپ حکومت د پاکستان په اړه سخته پالیسي عملي کړیده او پاکستان ته ټولې امنیتي مرستې ځنډولې دي. امریکا د پاکستان نه غواړي چې پخپله خاوره دې د ترهگرو پناهځایونه ختم کړي. پاکستان بیا دغه بی بنیاده تورونه بولي او وایي چې د ترهگرۍ ضد جنگ کې یې ډیر تاوانونه گاللې دي.